تاند- په یوه ویډیو کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، زلمی خلیلزاد د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د بون (بن) په غونډه کې وايي چې حامد کرزی د عبدالله عبدالله له لوري وړاندیز شو.

په دې ویډیو کې، چې د امریکا د کانګریس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د ۲۰۱۶ م کال د جولای د پنځلسمې نېټې د استماعیه غونډې ده، د دې جرګې د بهرنیو اړیکو غړی رورابکر لومړی د ښاغلي خلیلزاد پر څرګندونو تبصره کوي او وايي

«څه چې تاسو د پاکستان په اړه وویل مسخرې دي. ښاغلیه خلیلزاد، موږ او تاسو په کلونه له یو بل سره کار کړی دی. او زه له تاسو یوه سخته پوښتنه کوم او هغه دا کله چې طالبان له افغانستانه وشړل شول او زموږ دوستان د شمال ټلواله کابل ته ننوته او دا ښار یې ونیوه، ټاکل شوې وه چې د جرمني په بون کې یوه مهمه پرېکړه وشي چې څوک باید د افغانستان نوی مشر غوره شي، لږترلږه د انتقالي دورې لپاره. ما په خپله د پخواني پاچا محمدظاهر شاه ملاتړ وکړ حال دا چې یوې بلې ډلې د شمال ټلوالې ملاتړ وکړ. زما ښه په یاد دي چې تاسو (خلیلزاد) او د بوش حکومت هماغه وخت د کرزي ملاتړ وکړ، ایا داسې احمقانه پرېکړه هم د بوش پر حکومت د پاکستان د اغېز له کبله وه، هماغسې چې دوی په امریکا کې زموږ په ټولو ادارو کې نفوذیان لري؟

زلمی خلیلزاد د کانګریس د غړي رورابکر د پوښتنې په ځواب کې وايي«….په دې باب چې ولې کرزی د افغانستان د نوي مشر په توګه غوره شو، باید ووایم چې د کرزي نوم د لومړي ځل لپاره د شمال ټلوالې د یوه کلیدي مشر عبدالله عبدالله له لوري مطرح شو او د نوموړي استدلال دا و چې افغانستان په بل پړاو کې یوه داسې پښتون مشر ته اړتیا لري چې شمال ټلواله ورسره کار کولی شي او دا مشر کرزی دی. دا لومړی ځل و چې ما د افغانستان د مشرتابه لپاره کرزي ته د داسې رول د ورکولو په اړه واورېده. په هماغه وخت کې د بون په کنفرانس کې د امریکا استازي جیمز ډابینز سپینې ماڼۍ ته د دې موضوع په اړه راپور ورکړ او وروسته مو چې په سیمه او له سیمې دباندې له چارواکو سره مشوره وکړه، پاکستان د کرزي له غوره کېدو سره مخالفت ونه کړ… نورو هم.»

تر دې وړاندې په ځلونو زلمي خلیلزاد د افغانستان د انتقالي حکومت د مشر په توګه د حامد کرزي په ملاتړ تورن شوی دی.

حامد کرزی د خپلو منتقدانو له لوري په دې ملامتېږي چې له یوه طلايي فرصت څخه یې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره کار وانخیست او د شمال ټلوالې لاسپوڅی پاتې شو.

One thought on “خلیلزاد، کرزی انتقالي دورې ته د عبدالله له لوري معرفي شوی و”
  1. حیران یم دغه بزدل غله، د شمالي غلو نانزکې، دغه بدوي قبیله پال، دغه د اشرارو بیسواده کاتب، دغه د آی ایس آی پرونی و نننی خشره مامور، دغه بې ضمیره بې تلخې بني آدم، دغه روزګان کې د سي آی اې ډیسانتي فتنه، دغه د قاتلانو سرغنه، دغه د اشغالګرو بې یونوفورمه عسکر، دغه د تاریخ شرم، دغه د مدني نظام بې شرمه دښمن، دغه د فساد وچور بابا، دغه مختوري پښتون سقوي په اړه څه ووایم؟ حیران یم کلمات راشکه تښتي حق یې نشم ادا کولی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *