تاند-  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د دوی هدف دا دی چې له طالبانو سره داسې موافقې ته ورسېږي چې د امریکا او ناټو د دوو لسیزو قربانیو ارزښت لري.

زلمي خلیلزاد په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره له کتنې وروسته تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه کې نن /جمعه/ لیکلي:«د ناټو او امریکا پوځیان په افغانستان کې اوږه په اوږه جنګېږي. زموږ شریک هدف دا دی چې د سولې داسې موافقې ته ورسېږو چې د جګړې د لسیزو د قربانیو ارزښت ولري. موږ په ګډه ژمن یوو چې د داسې سیاسي دیالوګ په اړه چې شخړه ورسره پای ته رسېږي د افغانانو ترمنځ حقیقي دیالوګ پیل شي.»

  له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر کمېدا له طالبانو سره د امریکا له خبرو سره تړلې وبلله.

د امریکايي رسنیو د پنجشنبې د ورځې له راپور سره سم، پامپیو وویل، داعش او القاعده لا هم په افغانستان کې شته او امریکا د دغو تروریستي ډلو له خطر سره د مقابلې لپاره تروریستي ضد ظرفیتونو ته اړتیا لري.

پامپیو زیاته کړه«موږ د سیاسي حللارې او د سولې د حقیقي خبرو لپاره هلې ځلې کوو خو په افغانستان کې د داعش او القاعده خطرونه هم په پام کې لرو.»

پامپیو تاکید وکاوه چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو مسله له طالبانو سره د امریکا د خبرو له نتیجې سره تړلې ده.

ده دا هم وویل چې امریکا هڅه کوي چې د افغانستان په شخړه کې ټولې شاملې خواوې قانع کړي چې سره یوځای شي او په خپل هیواد کې د جګړې پر پای ته رسېدو موافقې ته ورسېږي.

«موږ هڅه کوو چې ټولې خواوې، د ملي یووالي حکومت، نور افغان لوبغاړي او طالبان سره یوځای شي او د تشدد د کمولو لاره ومومي. کله چې دا کار وشو، موږ به وتوانېږو چې نه یوازې په افغانستان کې امریکايي پوځیان بلکې تر دې هم مهم هلته د مېشتو ناټو ځواکونو شمېر کم کړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د دوی خبرې د دې لپاره دي چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شی او سفیر خلیلزاد د همدې هدف لپاره هلې ځلې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *