تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: زلمي خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغان سولې د نویو هڅو په تړاو لیدنه کړې او د افغان سولې په برخه کې د پاکستان په تلپاتې او صمیمانه مرستې غوښتنه یې ترې کړې ده.
دغه لیدنه چې تېره شپه ترسره شوې، عمران خان په کې یو وار بیا په سیاسي او چټک حل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې ټولو لوریو ته پکار دي تر څو د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
عمران خان همدا راز ویلي، د یو نږدې دوست او ګاونډي په توګه پاکستان د افغانستان د سولې لپاره رښتینې مرستې ته ژمن دی، ځکه چې په افغانستان کې سوله د عمران خان په وینا د سیمې او پاکستان د ملي ګټو لپاره مهمه ده.
دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد په کابل کې هم تر دریو ورځو پورې د سولې د خبرو د بیا پيل د هڅو په بهانه تېرې کړې، خو ویل کېږی چې نوموړی د انس حقاني او امریکايي پوهنتون د دوه استادانو په خوشې کولو پسې راغلی دی.