تاند(جمعه، د ثور ۱۸) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل.

د نورو هیوادونو خلاف د پاکستان د ملکي چارواکو پر ځای د دغه هیواد د پوځ مشر یا لوی درستیز د حساسو مسلو په اړه له بهرنیو چارواکو سره ویني ځکه چې د دغه هیواد بهرنۍ پالیسي په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره پوځ ټاکي.

خلیلزاد وروسته له دې اسلام اباد ته لاړ چې په قطر کې یې د طالبانو له استازو سره وکتل او هغوی یې د فبرورۍ د نهه ویشتمې نېټې د موافقې له ژمنو سره سم د تشدد کمولو ته وهڅول.

د پاکستان د پوځ له خبرپاڼې سره سم، جنرال باجوه او خلیلزاد د دوو خواوو د دلچسپۍ پر موضوعاتو او همداراز د افغانستان د پخلاینې د پروسې په ګډون د سیمې پر امنیت خبرې وکړي.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې، د پوځ لوی درستیز له ښاغلي خلیلزاد سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې «د سولې د پروسې ملاتړ د دې هدف لپاره زموږ ښه نیت ښيي.»

په خبرپاڼه کې د خلیلزاد په قول ویل شوي چې په سیمه کې یې د پاکستان د پرله پسې هڅو ستاینه کړې ده.

دا په څه کم یوه میاشت کې پاکستان ته د خلیلزاد دوهم سفر دی. ده دا سفر وروسته دې کړی چې طالبانو له امریکایانو سره د سولې د موافقې خلاف تشدد ته زور ورکړی او تقریباً هره ورځ یې په لسګونه افغان پوځیان او ملکیان وژلي دي.

که څه هم خلیلزاد په قطر کې د طالبانو مرستیال استازي ته ورپه یاد کړل چې د سولې په موافقه کې یې د تاوتریخوالو د کمولو ژمنه کړې خو دی پوهېږي چې د افغانستان د تاوتریخوالو د کمېدا اصلي پرېکړه په راولپنډۍ کې کېږي.

طالبانو سره له دې چې په وروستیو کې بریدونه تر پخوا زیات کړي خو د دې لپاره چې په موافقه کې یې ژمنه کړې چې تر ۸۰ سلنې به بریدونه کموي، د اکثرو حملو مسوولیت په غاړه نه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *