تاند، چهار شنبه، د دلوې ۹مه: زلمی خلیلزاد او سکاټ میلر چې له څو ورځو راهیسې په بروکسل کې دېره دي، تازه یې د افغان سولې په تړاو د ناټو له سرمنشي یانس سټولټنبرګ سره لیدنه کړې ده.
د دغې لیدنې په اړه یانس سټولټنبرګه په خپل ټویټر لیکلي، ناټو سازمان د افغان سولې له پروسې سره مرستې او ورته د اسانتیاو برابرولو برخه کې ژمن دی.
بلخوا د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاسکي هم ویلي چې د تېرې ورځې په لیدنه کې له زلمي خلیلزاد او سټولټنبرګ سره دی او سکاټ میلر هم وو.
نیکولاسکي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي خلیلزاد په دې لیدنه کې د ناټو سرمنشي ته له طالبانو سره د سولې د هوکړې وروستي جزیات شریک کړل.
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي زلمي خلیلزاد طالبانو ته ویلي تاوتریخوالی دې د څو ورځو لپاره نه راکموي بلکې دایمي هوکړه دې پرې وکړي.
له دې غوښتنې وروسته طالبانو ویلي چې دا وړاندیز به خپلو مشرانو ته ورسوي او خلیلزاد د ناټو سازمان هیوادونو د اندیښنو رفع کولو لپاره بروکسل ته ولاړ چې لا هم هلته دېره دی.