لیکنه: محمد شعیب اوریاخېل
امریکا له طالبانو سره قطر او اماراتو کې ۹ پړاوه مذاکرات ترسره کړل، دې مذاکراتو شاوخوا یو کال وخت ونیوه، خبره خو تر دې ورسېده چې د یوې پټې معاملې هوکړې لاسلیک ته میاشتې او کلونه نه، بلکې څو ساعته پاتې وو، اما د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټ هر څه له منځه لاړل او معامله هم را برسېره شوه.
د هوکړې لاسلیک دومره نږدې شوی و چې چین، روسیې او ایران یې د ضمانت ټټر هم وهلی و، خو پاکستان د قطر مذاکراتو له پیله ځان له دې امله غلی نیولی و چې ګواکې دی بېطرفه دی او د مذاکراتو په ګړندیتوب او سستوب هېڅ رول نه لري، فقط یوه خبره يې تل تکراروله چې د مذاکراتو له پیل سره مونږ مرسته کړې او دا همکاري زیاته ګټوره ده، په همدې اساس يې امریکا ته د ځان صادق ښودلو لپاره ملا برادر هم خوشې کړي، هغه ملا برادر چې سم د لاسه د مذاکراتي پلاوي مشر وټاکل شو او بشپړ صلاحیت ورکړل شو.
له امریکا سره د طالبانو د توافق بدل کې پاکستان له واشنګټن میلیونونه ډالر وهل، دې پیسو کې خلیلزاد مستقیم ښکېل و، کله چې د افغان سولې په تړاو د امریکا اداره کې اختلافات رامخ ته شول او ځینې معاملې بربنډې شوې، امریکا سم د لاسه مذاکرات ودرول، دا هغه څه و چې پر پاکستان يې نېغ په نېغه تاثیر وکړ، هم خلیلزاد د دوو پیسو شو هم پاکستان. که څه هم پاکستان د مذاکراتو جریان کې ځان بېطرفه نیولی و، خو کله چې مذاکرات ودرول شول او خپلې تر لاسه کېدونکې ګټې يې له خطر سره مخ شوې، د ګټو تر لاسه کولو لپاره یې یو ځل بیا د مذاکراتو د بیا پیل هڅې پیل کړې، همدې جریان کې عمران خان دوه ځله له ټرمپ سره خبرې وکړې چې مذاکرات بیا پيل کړي، خو ټرمپ دغه وړاندیز رد کړ. د قطر مذاکراتو په څلورم، پنځم، شپږم، اووم، اتم او نهم پړاو خبرو کې نا تایید شوي راپورونه دا و چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آس اېس آی لوړ پوړي چاوراکي د طالبانو تر څنګ ناست وي او په غیر مستقیم ډول د طالبانو پر مټ مذاکرات رهبري کوي، مذاکرات فوق العاده د پاکستان په خوښه روان وو. وروسته وروسته دا نا تایید شوي راپورونه په حقیقت بدل شول، ښکاره بېلګه یې دا وه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، که چېرې مذاکرات بیا پيل نه شي، نو د افغانستان وضعیت به سخت ترینګلی شي. پاکستان له روسیې، چین او ایران سره ښې اړیکې لري، دا چې د مذاکراتو طبیعتوب وښيي نو سم د لاسه یې طالبانو ته وویل چې تاسو همدې هېوادونو ته خپل سفر پیل کړئ چې امریکا اړ شي تر څو مذاکرات بیا پیل کړي، همغسې وشول. خلیلزاد هم په دې خبر و چې د قطر مذاکراتو تر شاه د پاکستان استازي ناست دي او طالبان يې یوازې د لاسه اله ده. خلیلزاد د نړیوالو له شرمه نه شو کولای چې د مذاکراتو بیا پیل لپاره قطر ته ولاړ شي، ځکه خو يې دا ځل پیل له پاکستان وکړ او طالبان يې هم هلته ور وغوښتل، طالبان به یوازې هلته کتل کوي، خلیلزاد مستقیم له جې اچ کیو سره په مذاکراتو اخته دی، ممکن نور امتیازات هم ورسره ومني.
اوس څرګنده شوه چې د مذاکراتو تر شا د پاکستان لاس دی، ځکه خو يې په یوه وخت طالبان او خلیلزاد خپل هېواد ته ور وغوښتل.
پاکستان کې د مذاکراتو د پيل او هلته د طالبانو سفر یو بل هدف دا هم دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې کم رنګه کړي، ممکن مذاکرات د ټاکنو پر پایلو سل سلنه منفي آغېز ونه لري، خو دا امکان شته چې ۵۰ سلنه به دا پایلې زیانمنوي.
د پاکستان په سفر کې خلیلزاد سره یواځې نه دی، نور امریکايي ډیپلماټان هم ورسره دي او پاکستان به همدوی ته دا لابي کوي چې د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او تاسو اړ یاست چې له طالبانو سره سیاسي خبرو ته کېنئ، هغه خبرې چې ۸۰ سلنه امتیاز او ګټه يې یوازې اسلام آباد ته رسېږي.
ملا برادر چې ۲۰۱۰م کال کې د پاکستان د ای ایس ای له لوري ونیول شو اته کاله یې د پاکستان په زندان کې تیر کړل.
داسې هم ویل کیدل چې د پاکستان ګټو ته وفاداره طالبانو له پاکستان غوښتل چې ملا عبدالغني برادر خوشې نه کړي، ځکه طالبانو داسې انګیرله چې ملا برادر د سولې پلوي دی او که زندان خوشې شي، د دوی حضور او اغیز کمیږي او ممکن جګړه پای ته ورسیږي.
له کلونو زندان وروسته ملا غني برادر خوشې شو، دا چې پاکستان د کومې ژمنې په اساس خوشې کړ او قطر ته لاړ، دا مالومات به استخباراتو سره وي، خو دا ښکاره ده چې له خوشې کیدو سره یې ځینې طالب مشران اندیښمن شوي دي.
ملا غني برادر چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دی لس میاشتې له خلیلزاد سره خبرې وکړې او دا خبرې بلاخره د افغان حکومت په هڅو بې پایلې شوې، د دې لپآره چې د دې خبرو پایله د افغانستان او افغانانو په خیر نه وه.
یو لامل دا و چې خلیلزاد او ملا غني برادر موقت حکومت جوړیدو باندې ټینګار درلود چې اوربند به کیږي، لنډ مهالی حکومت به رامنځ ته کیږي او همدا حکومت به بیا ګډ حکومت رامنځ ته کوي.
افغان حکومت او ویښ افغانانو د دې دسیسې مخه ځکه ونیوله چې جمهوریت په خطر کې و، د افغانانو ګټي او حقوق په جمهوریت کې خوندي دي او له دې هیڅکله نه تیریږي.
د موقت حکومت ډنډور د طالبانو په لیکو کې هم وې، او په دې تړاو جنګي ډلو مخالفت کو، له دې کبله چې جنګي ډلو سره د سولې د خبرو هیڅ جزیات نه و شریک شوي چې طالبان په کوم امتیاز او کومو شرایطو اوربند کوي او سولې ته ځي.
دا کیسه وروسته له هغې ډاګیزه شوه چې د کویټې شورا ته د ملا قیوم ذاکر لیک جزیات رابرسیره شول.
قیوم ذاکر په یو لیک کې څه وخت وړاندې ملا هبیت الله ته لیکلي چې ملا عبدالغني برادر یو قدرت طلبه کس دی او د موقت حکومت پر سر یې ځکه خلیلزاد سره هو، کړې چې دا (برادر) به یې مشري کوي.
طالبان هر کله د مشرۍ پر سر جنجال لري او عمده لامل دا دی چې د طالبانو جنګي ډلو قومندانانو ته په دې برخه کې د رای حق نه ورکوي، د طالبانو لپاره څو مشران ای ایس ای ټاکلي او هغه ډلې چې مخالفت یې کوي، بیا یې پرضد اقدام کوي، یا بندې کیږي او یا وژل کیږي.
له همدې کبله ډير طالب قومندانان د مشرانو ټاکنه کې خبرې نه کوي، ځکه سر یې په خطر کې وي، خو ځینې طالب قومندانان چې جنګي زور لري، بیا جنجال راپورته کوي او ټاکنه کې ملاحظات لري.
ملا قیوم ذاکر چې د طالبانو په لیکو کې یو پیاوړی کس یادیږي، انديښنه لري چې ملا برادر د یو داسې څه په لټه کې دی چې د طالبانو د اهدافو خلاف دی، له همدې کبله یې خپله اندیښنه له ملا هیبت الله سره شریکه کړې وه.
دا هم له حقیقت لیرې نه ده چې ملا هیبت الله نور د پآکستان لپاره اکسپایر شوی وي، ځکه یې جومات کې پرې ځانمرګی وکړ، او دا ځانمرګی برید د طالبانو په مشرۍ کې د جنجالونو له کبله دی چې ملا هیبت الله له مخې پورته کړي.
تازه ځینو پآکستانیو رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي و چې د کویټې د کوچلاک د جومات په ځانمرګي برید کې ملا هیبت الله د سختو ټپونو له کبله یو پوځي روغتون کې مړ شوی دی، خو دا خبر طالبانو نه دی تایید کړی.
که هیبت الله مړ وي، ښکاره ده چې طالبان بیا د مشر پر سر یو اختلاف باندې اوړي، ځکه ملا برادر سره ډير جوړ نه راځی او بل داسې مشر نه لري چې طالبان پرې راټول شي.