تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی او افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د هوکړې د لاسلیک ځای ته رسېدلي، او ټاکل شوې چې د قطر په وخت د ماسپښین د ۲ او ۴ نیمو بجو تر منځ ساعتونو کې د سولې هوکړه لاسلیک کړی.
امریکا او طالبانو له یو کال راهیسې د سولې په اړه خپلمنځي خبرې پیل کړې وې، چې نن به دغه هوکړه لاسلیک او تر دې وروسته به یې په ذکر شویو ټکو عملي کار پیل شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې ډېر مهم ټکي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل او همداراز بین الافغاني خبرې دي.
د راپورونو له مخې د سولې له هوکړې لس ورځې وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي، خو ویل کېږي چې د بین الافغاني خبرو مخکې به افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کړي او په مقابل کې به طالبان هم زر حکومت پلوه اسیران خوشې کړي.