تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن /جمعه/ د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان هڅې نتیجه ورکړي او درستې سیمې ته سوله راوړي.

ښاغلی خلیلزاد پرون اسلام اباد ته ورسېد او د دغه هیواد د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه او د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره یې مفصلې خبرې وکړې.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې خلیلزاد د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم ولیدل.

په دې کتنه کې عمران خان ټینګار وکړ چې هیواد یې د افغانستان د سولې لپاره د اسانتیا راوستلو ته ژمن دی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې خلیلزاد د سیمې هیوادونو ته د خپلو سفرونو په باب صدراعظم عمران خان ته معلومات ورکړل.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن وویل چې خلیلزاد په افغانستان کې د جګړې د بندولو لپاره د خپلو هڅو په اړه قریشي ته معلومات ورکړل.

فیصل وویل چې قریشي هم خلیلزاد ته د سولې له هڅو سره د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکړ.

خلیلزاد او قریشي

د ښاغلي فیصل په وینا شاه محمود قریشي وویل چې د سولې خبرو ته د افغانستان د ښکېلو خواوو هڅول د ټولو مسوولیت دی او باید څوک داسې فکر ونه کړي چې د افغانستان لانجه یوازې په دغه هیواد پورې منحصره ده.

ځینې پاکستاني رسنۍ وايي چې خلیلزاد او قریشي په دې سلا وکړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې بل پړاو خبرې دې په پاکستان کې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *