تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن /جمعه/ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
د ترکیې د (Sözcü) ورځپاڼې د راپور له مخې، د ښاغلیو خلیلزاد او کابلوف په غونډه کې په انقره کې د روسیې سفیرالیکسي یرهوف او د دواړو هیوادونو یو شمېر نور دیپلوماتان هم حاضر ول. خو د ترکیې له لوري کوم چارواکي د دوی په غونډه کې ګډون ونه کړ.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وروسته له دې د روسیې له ځانګړي استازي سره ولیدل چې په قطر کې یې له طالبانو سره څو پړاوه خبرې وکړې او روسیې په مسکو کې د طالبانو او یو شمېر افغان ګوندونو د استازو د غونډې له جوړېدو سره مرسته وکړه.
د ترکيې حریت ورځپاڼې بیا ویلي چې د خلیلزاد او کابلوف په خبرو کې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو پر وتلو او د طالبانو د حملو پر بس کېدو تمرکز وشو.
حریت ورځپاڼې په انقره کې د روسیې د سفارت د خبرپاڼې پر اساس لیکلي چې دواړو خواوو موافقه لرله چې د ټولو افغانانو ترمنځ دیالوګ د سولې د هلوځلو د پرمختګ لپاره ضروري دی.
د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې لیکلي«تازه مې له خپل روسي ساري ضمیر کابلوف سره ولیدل. موږ موافقه وکړه چې د سولې لپاره بین الافغاني خبرې ضروري دي. د وړاندې تګ لپاره باید افغانان یو هراړخیز، پراخ ملي مرکچي ټیم ولري چې حکومت او نور افغانان پکې شامل وي.»
ښاغلي خلیلزاد د طالبانو پر استازو د ملګروملتو د امنیت شورا بندیزونو ته په اشارې لیکلي«ما او کابلوف د خبرو لپاره پر سفر د بندیز په اړه هم خبرې وکړې. موږ به د دې لپاره چې د طالبانو مرکچیان د سولې په خبرو کې ګډون وکړای شي د ملګروملتو د امنیت شورا د سفر د بند��ز په اړه پر انتخابونو غور وکړو.»
تر دې وړاندې پرون کابلوف د ترکیې له انادولي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و؛ روسیه تیاره ده چې د طالبانو غړي د امنیت شورا د بندیزونو له لیسته وایستل شي.
خلیلزاد پرون /پنجشنبه/ په انقره کې د افغانستان د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره هم کتلي و. د دوی د خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.