تاند، دوشنبه، د دلوې ۷مه: طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو په اړه کړنلاره نهايي شوې؛ خو زلمي خلیلزاد له طالب استازیو څخه غوښتي، چې دغه مسله د لنډمهالي اوربند تر سرلیک لاندې له خپلو مشرانو او قومندانانو سره د مشورو پر میز کیږدي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي امریکا تر نهایي شوو مسایلو وروسته طالبانو ته د نویو مواردو وړاندیز کړی دی او له دوی یې غوښتي چې اوربند ته تیار شي یا د تاوتریخوالي د کمولو موده وغځوي.

سرچینې وایي چې له همدې امله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک ځنډېږي.

سرچینې تاند ته دغه راز ويلي، چې زلمی خلیلزاد له قطره وتلی او بروکسل ته رسیدلی چې هلته به د سولې بهیر په تړاو مشورې وکړي.

ټاکل شوې وه چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې دغه هوکړه لاسلیک شي.

بل لور ته بیا د عبدالله عبدالله او حامد کرزي په شمول یو شمېر سیاسیونو د ارګ له ګډون پرته له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره ګامونه پورته کړي دي.

حامد کرزي ته نږدې کسان وایي دوی  راتلونکې اونۍ د سولې لپاره یوه واحده طرحه وړاندې کوي.

وړمه ورځ افغان سیاستوالو ګډه غونډه کړې وه او په هغه کې یې پرېکړه کړې چې د سولې پروسه به له انحصار خلاصوي او د سولې لپاره به یو واحد دريځ رامنځ ته کوي.

د سولې عالي شورا غړی او سیاسي څېره حاجي دین محمد وایي دوی به راتلونکې اونۍ واحد دریځ او طرحه اعلان کړي.

دده په خبره ټولو سیاسي جهتونو ته وخت ورکړل شوی چې د سولې د راتګ او مذاکراتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي او د سولې لپاره د یوه واحد ټیم او دریځ پر رامنځ ته کولو هوکړې ته ورسېږي.

د کرزي په نشرۍ دغه سیاسیون وايي چې په ارګ کې ځينې ځانګړې کړۍ د سولې مخالفت کوي او د شخصي ګټو په خاطر ددې په لټه کې دي چې د سولې پروسه انحصار کړي.

خو پخپله کرزی او عبدالله تورن دي چې د افغانستان ملي دریځ یې په سوله کې زیانمن کړی او یو تر بله د موقت حکومت د جوړولو او مشرۍ ته یې د رسیدلو هڅه کوي.

4 thoughts on “خلیلزاد بروکسل ته ولاړ، مذاکرات بیا وځنډېدل، کرزی د سولې نوې طرحه راباسي”
  1. حامد کرزی د افغانستان د نظام او دولت د ضعیفولو په هڅه کی دی . د خان د مقام او قدرت په فکر کی دی ، ملی منافع ورته اهمیت نلری
    دده طرحی واضح دی ، دی د پخوا نه د طالب تحریک همکاره ؤ ، طالب تروریستان همیشه ده خپل وروڼه بلل ، دی دافغانستان دد دَښمنانو په هکله هیيڅکله هم واضح موقف نه درلود، ده او دده معاونینو د دهپه حکومت کی بی ساری دولتی جایدادونه د شهرکونو په نامه غصب او ددولتی خزانی نه یی بی ساری سؤ استفادی وکړی ، د ارګ دکڅوړو داستان هرچا ته معلوم دی ، دی اوس د تجرید په حال کی دی او دده خبری او نظریات مغرضانه او ملت ته د منلو وړ نه دی

  2. کرزی باید په کندهار کی دعینو مینی د سلهاؤ جریبه دولتی ځمکو د غصب په خیانت چه دوزارت دفاع مربوطه جایداد دی و خپل وروڼو ته یی د شهرک په نامه په تحفه کی ورکړی باید څارنوالی ته معرفی شی او ددی قضیی تحقیق تری وشی ، آیا د شهرکونو د پاره ددولتی ځمکو غصب کول یوازی د کرزی او دهغه دمعاونینو د وروڼو حق ؤ؟ کرزی او دهغه وروڼه او دهغه معاونین او دهغو وروڼه باید ددغه جایدادونو د غصب جواب په لویه څارنوالی کی د افغانستان خلکو ته ووایی او همدارنګه د دوی د اوسنی دارییو او مجلل کورونو پوښتنه وشی چه دغه قصرونه یی د کومو مدارکو نه په لاس راوړی . کرزی مخکی ددی نه چه د افغانستان دخلکو په سترګو کی د صلحی د کوششونو په نامه خاوری وپاشی ، باید حداقل خبل ذکرشوی حسابونه د افغانستان ملت ته دلویی څارنوالی د بی طرفه تحقیقاتو د لاری تصفیه کړی .

  3. سوله د افغان ولس او افغان دولت غوښتنه او ضرورت ده کچیری پدی هیواد کی سوله او سوکالی راشی نو پدی پوه شی چی له همغی ورځی به افغانستان اقتصادی، سیاسی او نظامی ځواک نور هم پیاوړی شی ځکه نور به پاکستان ایران او نور مغرض ګاونډی او سیمه ایز هیوادونه نشی کولی چی افغانستان په داخلی چاری لاسوهنه وکړی

    که سوله له هری لاری راځی او د هرچا په وسیله راځی افغان ولس ورته خوشبین دی او ملاتړ کوی پدی شرط نه چی خپل قدرت او مقام په خاطر وی
    تاریخ ته په کتو کرزی او عبدالله په تیر ۱۳ کالو کی واقعی سوله او افغان وژنی په اړه واقعی او خپلواک دریځ نه درلود مطلب دا چی کله په قطر کی د طالبانو دفتر پرانستل کیده نو کرزی او عبدالله او شته نور هغه سیاسیون چی اوس په اشرف غنی باندی د سولی په اړه نیوکی کوی غبرګون وښود کله به کرزی ویل چی طالبان یی وروڼه دی چی عبدالله ته نږدی کسانو په کرزی باندی په دی اړه څو ځله نیوکی کړی چی ولی کرزی طالبانو ته د وروڼو خطاب کوی

    مګرچی اوس حالاتو ته ګورو امریکا په واقعی ډول نه غواړی چی طالبان د افغان دولت سره مخامخ خبری وکړی او کوښښ کوی چی دلته نور هم افغان وژنه ته ادامه ورکړ شی چی پاکستانی جنرالانو او استخباراتی چارواکی دهمدی موخی د تعقیب لپاره څو اونی مخکی په کوټه ښار کی په یوی دینی مدرسه کی چی ګمان کیده طالب مشران هم رابلل شوی وو چاودنه وکړ چی پړه یی داعش باندی واچوله
    مطلب دا چی کله هم امریکا پاکستان سره مالی مرسته کړی یا امریکایی چارواکی پاکستان ته سفر کړی نو په افغانستان یی منفی اغیزه ژر ښکاره شوی یعنی امریکا او برتانیه (پآکستان) نغواړی چی افغان ولس په سوله او سوکالی کی ژوند د نوری نړی وګړو په شان تیر کړی او تل یی دلته د ولس وژنی په پروژو کی خپله ونډه ښکاره کړی ده چی مجاهدین، طالبان او اوس وخت کی داعش یی ژوندی مثال دی

  4. سوله یو الهي نعمت او ټول بشریت ته خیر دی.
    په سوله کې مونږ ، زمونږ اولادونه او راتلونکي نسلونه په هوسایی او امنیت کې ژوند کولای شي. په سوله کې مظلوم افغانان د ژوند له مزایاوو او ښېګڼو نه برخمن کيږي.
    اما هغوی چې دا وطن یې وران کړی ، انسانان یې وژلي، چور او غصب یې کړی او په زرګونو بېګناه انسانان یې ترور او قتل کړي او حتي په خپلو مشرانو ، رهبرانو او ورونو یې رحم ندی کړی ، دا حق نه لري چې د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي ، د سولې لپاره طرحې او وړاندیزونه جوړ کړي او یا د بل ځل لپاره د موقت حکومت خوبونه وویني. د آزموییل شویو بیا ازمویل ګناه ده .
    کرزی ، عبدالله ، محقق ، حاجی دین محمد ، یونس غیرقانونی هغه منفورې څهرې دي چې زمونږ هېواد یې د پرمختګ له کاروانه محروم کړ. د کابل بانک یې چور کړ. د شیرپور تاریخي ځای یې چور و چورواکانو په خپل منځ کې سره ووېشه . یواځې د کرزي د وخت د اوبو او برښنا وزیر خوردضابط اسمعیل خان تر درې میلیاردو دالرو زیاته نړیواله مرسته غلا او له هېواده دباندې وتښتوله ، د دوپنځوس میلیونو نقدو دالرو غل احمدضیا مسعود چې د دوبی هوایی ډګر کې « دزد با پشتاره » ونیول شو ټولو نړیوالو ولېده ، د محقق خردوان مجلل کورونه او تر اسلامي شریعت زیاتې نکاح او څودرجنونو اولادونو جوړولو ریکارد د « ګینس » په کتاب کې ثبتیږي.
    پدې اساس دا منفورې څهرې د افغانستان ملت ته نه یواځې د منلو وړ ندي ، بلکې د دوی محاکمه کول او د « هاګ » نړیوالې محکمې ته را کشول غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *