تاند، یکشنبه، د اسد ۶مه: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې له امریکا سره د طالبانو تر هوکړې وروسته پيلېدای شي.
نوموړي دا خبرې له هغې وروسته وکړې چې د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت دوه اوونیو کې طالبانو سر د مخامخ خبرو د پيل خبر ورکړ.
نوموړي دغه راز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبانو سره باید مذاکراتي پلاوي کې له افغاني لوري څخه مؤثر لوړ پوړي دولتي کسان، د ګوندونو استازي، د مدني ټولنې او ښځو استازې ګډون ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي پرون شنبه وویل، دوی طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي په تشکیل کار روان کړی چې غړي به یې له ۱۵ کسانو څخه زیات نه وي.
طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو سیاسي ویاند یې کله کله دې ته اشاره کړې چې که امریکا سره طالبان سولې ته ورسېږي نو بیا ممکنه ده چې دوی نورو افغاني لوریو سره هم خبرې پیل کړی.