تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې زلمي خلیلزاد دا ځل له طالبانو سره په قطر کې د یو امریکايي قراردادي د راخوشې کولو په اړه مذاکرات کړي دي.
دا هغه څه دي چې زلمي خلیلزاد هم ورته په خپلو تازه ټویټونو کې اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې د نورو خبرو تر څنګ یې د امریکايي قراردادي مارک فریریچس د راخوشې کېدو په تړاو هم طالب مشرانو او ملا برادر سره خبره شریکه کړې ده.
که څه هم خلیلزاد په خپل ټویټ کې په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو لاس انجلس ټایمز وايي، دغه امریکايي قراردادي په افغانستان کې د امریکا د سمندري ځواکونو د اکمالاتو لوی قراردادي و او د جنورۍ په اخره کې په خوست کې طالبانو تښتولی و.
لاس انجلس ټایمز وايي، د امریکايي قراردادي په اړه خبرې اترې له تېرې اوونۍ راهیسې پيل شوې دي او پخوا دا موضوع د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو برخه نه وه.
لاس انجلس ټایمز وايي، خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورته په دې اړه له زیاتو معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده، خو دغې ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې ۵۷ کلن فریریچس حقاني شبکې نیولی او اوس مهال د طالبانو له همدغې تروریستي څانګې سره دی.
دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد څه موده وړاندې له طالبانو سره د یوې معاملې په ترڅ کې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو تبادله د سولې په بهانه د حقاني شبکې په دریو غړو وکړه.
اوس ویل کېږي چې د حقاني شبکې دوه خوشې شوي غړي په دوحه کې دي خو یو یې پاکستان ته ګرځېدلی او جنګي مسوولیتونه ورسپارل شوي دي.