ارشیف

تاند- د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو په پای کې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د افغانستان د سولې خبرې ګټورې وبللې.

خلیلزاد نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره وکتل او ټاکل شوې ده چې نن شپه کابل ته لاړ شي.

د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د چارواکو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او طالبانو دوه ورځینۍ خبرې نن /چهارشنبه/ پای ته ورسېدې.

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ده له متحده عربي اماراتو، افغانانو او نړیوالو شریکانو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د دیالوګ په اړه ګټورې غونډې لرلې.

ده لیکلي:«د افغانستان د پخلاینې په اړه دوه ورځینۍ غونډې د ټولو اړوندو خواوو لپاره مثبته نتیجه لرله.»

د متحده عربي اماراتو خبري اژانس وام ویلي «سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او همداراز امریکا، پاکستان او د طالبانو له مرکچیانو مننه کړې چې د دې غونډې د جوړېدو ملاتړ یې وکړ او یا یې په هغې کې ګډون وکړ.

له بلې خوا په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرت پالادینو نن /چهارشنبه/ په یوه خبري غونډه کې د ابوظبي د خبرو په اړه وویل چې د امرکیا هدف له دې خبرواترو دا دی چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د دیالوګ امکان برابر کړي.

ده وویل چې دا د امریکا د جنوبي اسیا د ستراتیژۍ برخه ده او له ډېر پخوا راهیسي وايي چې د افغانستان جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېدای شي چې افغانان په خپل منځ کې سره کښېني، یو بل ته درناوی وکړي،یو بل سره ومني او د خپلې راتلونکې لپاره پر سیاسي طرحې خبرې وکړي.

طالبانو د ابوظبي د غونډې په پای کې ویلي چې په دې خبرو کې زیات تمرکز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو و.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ابوظبي په خبرو کې د بمباریو، د بندیانو د خلاصون او له بندیانو سره د ښه چلند په باب خبرې وشوې.

دې ډلې ټینګار کړی چې د ابوظبي په خبرو کې د افغانستان له حکومت سره پر خبرو، موقت حکومت، انتخاباتو او نورو کورنیو مسلو خبرې نه دي شوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د بل پړاو خبرو په اړه به دواړه خواوې له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وکړي.

خو د متحده عربي اماراتو خبري اژانس وام ویلي بل پړاو خبرې به هم په ابوظبي کې وشي څو د افغانستان د سولې او پخلاینې پروسه بشپړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *