تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ابوظبي کې د طالبانو او درو هیوادونو د استازو خبرې مثبتې وبللې خو د افغانستان د حکومت له پلاوي سره له کښېناستو د طالبانو انکار یې تېروتنه وبلله، ویې ویل چې د طالبانو دې کار منفي اغېز درلود.
خلیلزاد نن /پنجشنبه/ له اریانا نیوز تلویزیون سره په مرکه کې همداراز وویل، که طالبان په سوله کې په رښتیا جدي وي او هماغه راز چې وايي چې پوځي حللار نشته نو مجبوره دي چې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه یوې موافقې ته ورسېږي.
ده وویل چې د ابوظبي په خبرو کې طالبانو له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه خو د امریکا شرط دا دی چې افغانستان به بیا د تروریستانو پر ځالې نه بدلېږي او د القاعده او داعش په شان ډلې به د امریکا او نورې نړۍ پر ضد کار نه شي اخیستلی.
زلمي خلیلزاد د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د ابوظبي په خبرو کې د موقت حکومت یا د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه هم خبرې شوي دي.
ده وویل، دا هغه مسلې دي چې افغانان یې باید په خپل منځ کې حل کړي او پرې سلا وکړي.
تر دې وړاندې طالبانو هم اعلان وکړ چې د ابوظبي په خبرو کې نه پر موقت حکومت، نه پر انتخاباتو او نه هم د افغانستان پر نورو کورنیو مسلو خبرې شوي دي.
طالبانو ویلي چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو، د بندیانو د خلاصون او د بمباریو د درېدو په اړه خبرې شوي دي.
خلیلزاد وویل«موږ د موقت حکومت یا د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه یوه یا دوې جملې خبرې هم نه دي کړي.»
ده د اسلامي امارت او اسلامي دولت په اړه د اریانانیوز تلویزیون د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا مسله هم له افغانانو سره اړه لري خو دومره ویلی شي چې طالبان هم نور نه غواړي چې پخوانی حالت بیا واکمن شي.
خلیلزاد تایید کړه چې په ابوظبي کې د اوربند په اړه خبرې وشوې او دا د متحده عربي امارت او سعودي عربستان وړاندیز و.
«سعودي او اماراتو وړاندیز وکړ چې د درو میاشتو لپاره دې اوربند وشي او په دې موده کې دې په ټولو مسلو د افغانانو په منځ کې خبرې وشي خو د طالبانو استازو وویل چې په دې اړه پرېکړه نه شي کولی او باید له خپلو مشرانو سره پرې مشوره وکړي.»
ده د افغانستان د حکومت له مشرانو سره د خپلې کتنې هدف د خپلو وروستیو خبرو د جزییاتو په اړه د معلوماتو وړاندې کول وبلل.
خلیلزاد وویل چې ښه دا ده چې تر انتخاباتو مخکې سوله وشي خو په ډاډ یې ونه ویل چې په دې موده کې به سوله یا اوربند وشي.
ده سولې ته د افغانستان د حکومت پر ارادې باور څرګند کړ خو د سولې په اړه یې د طالبانو په اراده کې شک څرګند کړ، ویې ویل طالبان ظاهراً وايي چې سولې ته جدي دي خو دا چې تراوسه د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي، د طالبانو په نیت کې څه نا څه شکونه پیدا کوي.
ده سوله اسانه ونه بلله او ویې ویل چې د افغانستان جګړه پر کورنیو عواملو سربېره بهرني عوامل هم لري.