تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې د بهیر د چټکولو او د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي امارات او قطر ته سفر پیل کړ.
د خلیلزاد سفر، چې له پرون /یکشنبې – دسمبر ۲/ څخه پیل شو، د روان دسمبر تر ۲۰ پورې دوام کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی خلیلزاد به په کابل کې د افغانستان له حکومتي چارواکو او نورو لېوالتیا لرونکو خواوو سره خبرې وکړي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې ملاتړ زیات او اسانتیا رامنځته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خاص استازی خلیلزاد به له ولسمشر غني، اجرايي رييس عبدالله او نورو مهمو کسانو سره په تماس کې وي چې د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره د سولې خبرو ته د طالبانو د چمتو کولو هلې ځلې له نژدې غږملې کړي.
تېر ځل خلیلزاد د خپل سفر له اجنډا څخه پاکستان وغورځاوه.
بېلابېلو هیوادونو ته د زلمي خلیلزاد د سفر تر پیلېدو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جیمز متیس د پخلاینې په اړه د طالبانو پر دریځ انتقاد وکړ. ده ویلي«طالبانو ثابته کړه چې د افغانانو ژوند ته اهمیت نه ورکوي، دوی انتخابات ګټلی نه شي، له همدې کبله هڅه کوي چې وېره او ترهه خپره کړي.»
د تاند نوې فیسبوکپاڼه لایک کړئ https://www.facebook.com/taandafg/)