زلمی خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د امنیتي چارو لپاره د ولسمشر ټرمپ د یاور مرستیاله لیزا کرتیس نن /دوشنبه/ تاشکند ته ورسېدل.

خلیلزاد په مسکو او بروکسل کې له چارواکو سره له خبرو وروسته تاشکند ته لاړ چې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

په وروستي یو کال کې ازبکستان د افغانستان د سولې په مسله کې زیات فعال شوی دی.

خلیلزاد او ورسره ملګری امریکايی پلاوی د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو، د ازبکستان د ولسمشرۍ د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز له غړیو سره هم ویني.

خلیلزاد تر دې وړاندې له پاکستاني چارواکو او افغان مشرانو سره هم کتلي دي.

ټاکل شوې ده چې خلیلزاد د روانې دورې په لړ کې څو نورو هیوادونو ته هم لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *