زلمی خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سبا /پنجشنبه/ په دوه ورځني سفر هند ته ځي.

دا به د ۲۰۱۸ په سپټمبر میاشت کې چې ښاغلی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی ټاکل شوی دی، هند ته د ده لومړنی سفر وي.

زلمی خلیلزاد به له هندي چارواکو سره له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پر پلان او همداراز له سختدریځو طالبانو سره د سولې د خبرو په باب وږغېږي.

ښاغلی خلیلزاد وروسته له دې هند ته ځي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د هند صدراعظم نریندر مودي ته ټېلفون وکړ او د افغانستان پر سر د دوو هیوادونو د همکاریو او خپل منځي اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.

هندي رسنۍ وايي چې د امریکا ولسمشر له صدراعظم نریندر مودي څخه وغوښتل چې د افغانستان له بیارغونې او انکشاف سره تر مرستې ورهاخوا د دې هیواد د امنیت او ثبات لپاره ځواکونه ولېږي.

ټاکل شوې ده چې خلیلزاد پر هند سربېره چین، افغانستان او پاکستان ته هم لاړ شي. د ده د سفرونو دا لړۍ به د جنورۍ تر ۲۱ پورې دوام وکړي.

نن /چهارشنبه/ د ده او طالبانو خبرې په دې خاطر ونه شوې چې دواړو خواوو د خبرواترو پر اجنډا اختلاف درلود. امریکا غوښتل چې پر اوربند خبرې وکړي خو طالبان اصرار لري چې د دوی بندیان دې خوشي شي او طالب مشران دې له تور لیسته وایستل شي.

هندي رسنۍ وايي چې خلیلزاد به د هند د دوه ورځني سفر په لړ کې د دغه هیواد له بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویجې ګوخال او د ملي امنیت له سلاکار اجیت دافول سره وویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *