تاند- (یکشنبه، د سنبلې ۳۱) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په نیویارک کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
عمران خان د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.
پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې خلیلزاد د عمران خان لیدو ته ورغی او د نورو مسلو ترڅنګ یې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې ورسره وکړې.
د دواړو خواوو د خبرو نور جزییات نه دي څرګند شوي.
خلیلزاد تېره اوونۍ (د سپټمبر ۱۹) د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته احضار شو او د افغانستان د سولې په اړه یې د استازو پوښتنو ته ځوابونه وویل. د دې لپاره چې دا غونډه غیرعلني وه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې خلیلزاد د استازو د پوښتنو په ځواب کې څه ویلي دي.
خو ویل کېږي چې ده له طالبانو سره د سولې د موافقې د مسودې د جزییاتو په اړه د امریکا د کانګریس د استازو جرګې غړیو ته معلومات ورکړي دي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ مرموزې خبرې ظاهراً ځنډېدلي دي. د دغو خبرو د ځنډېدو په اړه د امریکا ولسمشر ضد و نقیض دلایل څرګند کړي دي. خو داسې ښکاري چې هر څه د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځنډول شوي وي.