زلمی خلیلزاد

تاند، جمعه، د حمل ۸ مه: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان دولت له لوري د بین الافغاني مذاکراتي ټيم د تشکیل هرکلی کړی.

خلیلزاد په خپل ټویټر افغان حکومت او د سیاسي او مدني ټولنې مشرانو ته د سره راټولیدلو مبارکي ورکړې چې له طالبانو سره یې د خبرو لپاره یوه ټولشموله مذاکراتي ډله جوړه کړې ده.

خلیلزاد ویلي، د اسلامي جمهوریت پلاوی د ولس د رښتیني انځور او د ښځو د رغنده ونډې څرګندویي کوي: ((دغه اجماع، یو با مفهومه ګام دی چې ټولې خواوې د بین الافغاني مذاکراتو لور ته ډیرې نږدې کوي.))

خلیلزاد داسې مهال د افغان دولت د مذاکراتي ټیم هرکلی کوي، چې ځینو ګوندونو دا پلاوی رد کړی او یاده کړې یې ده، چې دا ټیم له طالبانو سره د خبرو وړتیا نه لري.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی ۲۱ غړي لري او د ملي امنیت د پخواني مشر معصوم ستانکزي په رهبرۍ به پکې باتور دوستم، خالد نور، فاطمه ګیلاني، فوزیه کوفي، حبیبه سرابي، ذکیه وردګ، شهلا فرید، محمد ناطقي، نادر نادري، عبدالمتین بیګ، شریفه زرمتۍ، رسول طالب، ایوب انصاري، کلیم الله نقیبي، امین احمدي، عبدالهادي ارغندیوال، عنایت الله بلیغ، حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، ضرار احمد مقبل، امین احمدي او غیرت بهیر له طالبانو سره خبرو ته ولاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *