تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۷مه: زلمي خلیلزاد په جرمني کې د مونیخ کنفرانس په څنډه کې ویلي، د سولې د هوکړې د بریا ضمانت سخت کار دی خو افغانان دې د څلوېښت کلن ناورین د پای ته رسولو لپاره سره یو موټی شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي اوس د دې وخت دی چې په افغانستان کې روانه اوږده جګړه د تل لپاره پای ته ورسول شي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د سولې د هوکړې د بریا ضمانت څوک نه شي کولی خو ټول اړخونه باید دا کوښښ وکړي چې له ممکنه لارو روانه جګړه ختمه کړي.
دده په خبره د افغان سولې لپاره سختې هڅې کوي او تر دې دمه یې د ګڼو هېوادونو ملاتړ خپل کړی دی، څو دلته روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي.
دده په خبره د افغانستان د سولې مسئله پراخ نړیوال ملاتړ لري او افغانانو ته هم په کار ده چې په دې اړه سره یو لاس شي:(( د سولې د هوکړې د بریا ضمانت څوک نه شي کولی خو ټول اړخونه باید دا کوښښ وکړي چې له ممکنه لارو روانه جګړه ختمه کړي. ))
هغه په خپل ټوېټر هم د مونیخ په څنډه کې له ولسمشر غني، د هند د باندنیو چارو وزیر او نورو نړیوالو چارواکو سره خپلې لیدنې ګټورې بللې دي او په خبره یې پر مهمو مسایلو یې بحثونه لرلي دي او افغان سوله یې د لیدنو موضوع وه.