تاند، پنجشنبه، د قوس ۲۸مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه ناوخته په یوه ټویت کې ویلي چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې یوه مهم پړاو ته رسېدلي او په کابل کې خپلې دوه ورځنۍ ګټورې سلامشورې پای ته رسوي.
خلیلزاد په تېرو دوو ورځو کې په کابل کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رييس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال میلر او یو شمېر نورو سیاستوالو ته په قطر کې د طالبانو له استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړل.
خلیلزاد ویلي چې په کابل کې یې د کتنو په لړ کې د تاوتریخوالي د کمېدو د هلوځلو او د بین الافغاني خبرواترو په اړه د نظر تبادله وکړه.
په همدې حال کې فرانس پریس خبري اژانس د ولسمشر غني د ویاند صدیق صدیقي په قول ویلي چې ولسمشر له خلیلزاد سره په کتنه کې د طالبانو له لوري د تشدد پر دوام اندېښنه ښکاره کړه او د تلپاتې سولې غوښتنه یې وکړه.