تاند، شنبه، د ثور ۶مه: زلمي خلیلزاد د ناټو سازمان د هغې اعلامیې هرکلی او ملاتړ کړی دی چې ناټو په کې تېره ورځ د تاوتریخوالي راکمولو او افغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې وه.

زلمي خلیلزاد په تازه ټویټونو کې ویلي، امریکا او نړیواله ټولنه له افغان مشرانو غواړي چې د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

 خلیلزاد د تاوتریخوالي راکمولو، همه شمول حکومت د جوړېدو او د افغاني مذاکراتو د پيل په اړه د ناټو د غوښتنې ملاتړ کړی او ویلي یې دي د ناټو په اعلامیه کې په همغو مهمو ټکو تمرکز شوی دی چې په راتلونکو ګامونو کې د امریکا او متحدینو له نظره یې افغان سوله کې اړین دي.

 خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا هوکړه د افغان سولې لپاره یو تاریخي فرصت بللی او ټول لوري یې هڅولې دي چې چې له دغه فرصت څخه د افغان جګړې د پایته رسولو لپاره استفاده وکړي: (( امریکا، متحدین یې او نړیواله ټولنه له افغان مشرانو غواړي چې د خلکو ګټې په پام کې ونیسي.))

 خلیلزاد د کورونا له کبله د ناټو د بشر دوستانه اوربند غوښتنې ته په اشاره ویلي، چې په جګړه او بې وزلۍ کې د افغانستان پاتې کېدل او یا هم ترې د افغانستان ژغورنه په دې پورې اړه لري چې ښکیل لوري په څومره بیړه او کوم نیت اقدامات کوي؟

پر خلیلزاد تور دی چې د افغانستان په سوله کې یې له طالبانو سره له خپل صلاحیت پورته هوکړه کړې ده چې د ولسمشر غني له شدید مخالفت سره مخ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *