تاند- په نړۍ کې پېژندل شوی افغان الاصل امریکايي دیپلومات زلمی خلیلزاد وايي چې د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ په مهال ایران د دې لپاره د شرارت په چورلیز (محور) کې شامل کړای شو چې په ښکاره یې له امریکا سره د همکارۍ خبرې کولې خو عملاً یې د سپاه پاسداران په وسیله په افغانستان او منځني ختیځ کې ورانکاري کوله.
خلیلزاد بي بي سي ته په ځانګړې مرکه کې وویل«هماغه وخت امریکايي چارواکو د ایران د باندنیو چارو له مرستیال وزیر محمد جواد ظریف سره ګټورې خبرې کولې خو موږ له دوو ایرانونو سره سروکار درلود، یو د ښاغلي ظریف ایران و چې همکاري یې کوله او بل د سپاه پاسداران ایران و چې له ظریف سره زموږ له همکارۍ سره هممهاله یې په افغانستان او سیمه کې زموږ د موافقو خلاف عمل کاوه.»
اټکل کېږي چې ښاغلی خلیلزاد به د جمهوریپال ولسمشر دونالډ ټرمپ په حکومت کې مهمه دنده ولري. نیویارک ټایمز د څو تنو ترڅنګ د خلیلزاد نوم یاد کړی او لیکلي یې دی چې ممکن د بهرنیو چارو وزارت چوکۍ وروسپارل شي.
خلیلزاد په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا د سفیر په توګه کار کړی دی.
افغان چارواکي وايي چې د ایران سپاه پاسداران د طالبانو ملاتړ کوي، پیسې او وسلې ورکوي.
روانه اوونۍ د فراه والي اصف ننګ او د مشرانو جرګې ځینو غړیو وویل چې د طالبانو د قوماندانانو کورونه د ایران په بېلابېلو ښارونو کې دي او دوی خپلو کورونو ته ازاد تګ راتګ کوي.
ښاغلي ننګ پر فراه ښار وروستي برید ته په اشارې وویل چې وسله والو طالبانو پر فراه په برید کې له داسي درنو او نیمه درنو وسلو کار واخیست چې په افغانستان کې یې طالبان په نورو سیمو کې نه کاروي.
د فراه یرغل د دغه ولایت د بخش اباد بند د جوړېدو له پرطکړې لږ وروسته پیل شو. ایران په افغانستان کې د بندونو سخت مخالفت کوي او وايي چې د افغانستان په خاوره کې د بندونو جوړېدا به ایران ته د بهېدونکو اوبو اندازه کمه شي.