تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حکومت او طالبانو له لوري د زندانیانو د خوشې کولو د پیل هرکلی کړی دی او په دواړو لوریو یې غږ کړی چې د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې اصلي اهدافو ته د رسېدو لپاره دې لا زیاته هڅه وکړي.
خلیلزاد نن دوشنبه په خپل ټویټ کې د زندانیانو د خوشې کولو د لړۍ پیل د سولې او تاوتریخوالي راکمولو خواته یو مهم ګام بللی دی.
خلیلزاد همدا راز په زندانونو کې د کورونا د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی دی چې د کورونا د مخنیوي لپاره ژر تر ژره باید د زندانیانود خوشې کولو لړۍ ترسره شي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په یو ټویټ کې ویلي، چې حکومت تر دې دمه ۳۶۱ طالب زندانیان له بګرام زندانه خوشې کړي دي.
فیصل زیاته کړې چې د زندانیانو د خوشې کولو لړۍ روانه ده او افغان حکومت به د سولې د هڅو د بریالي کولو او د کورونا د مخنیوي لپاره ۱۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړي.
د ملي امنیت شورا تر دې وړاندې ویلي، چې طالب زندانیان د عمر، ناروغۍ او د بند پاتې مودې ته په پام له زندانونو خوشې کوي، خو طالبانو که څه هم تېره ورځ ۲۰ افغان بندیان له خپلو شکنجه خانو خوشې کړل مګر پر افغان حکومت یې تور لګولی چې د سولې له توافقنامې سره سم یې طالب زندانیان نه دي خوشې کړي.