تاند، شنبه، د ثور ۷مه: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پر طالبانو غږ کړی چې په روژه کې د اوربند غوښتنې ته غاړه کېږدي.
نوموړي ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکي ویلې او دا میاشت یې له ځان سره د نورو په اړه د فکر کول فرصت او میاشت بللې ده.
نوموړي ویلي، دا میاشت طالبانو ته فرصت ورکوي چې د کورونا په حالاتو کې د بشري مرستو د رسونې لپاره اوربند ومني او د دغه روغتیايي بحران تر پایه پورې خپل عملیات، یرغلیز بریدونه او تاوتریخوالی راکم کړي.
خلیلزاد همدا راز پر دواړو لوریو افغاني مذاکراتو ته د تګ لپاره د بندیانو په ژر تر ژره تبادلې ټینګار کړی او زیاته یې کړه دا کار نه یوازې د کوویډ نولس ناروغۍ پر وړاندې مبارزه چټکوي بلکې بین الافغاني مذاکراتو ته د رسېدو په برخه کې هم مرسته کوي.
خلیلزاد تېره ورځ هم په افغانستان کې د ناټو لخوا د اوربند، همه شمول حکومت د جوړېدو او بندیانو پر تبادلې ټینګار کړی و.
افغان حکومت تر اوسه د طالبانو ۵۵۰ بندیان خوشې کړي دی او دا لړۍ ۱۰۰۰ ته رسول غواړي، خو طالبانو تر اوسه ۶۱ کسان د افغان بندیانو په نوم خوشې کړي دي چې د امنیت شورا په قول یوازې ۱۹ کسان یې په کې نظامیان او نور ملکیان دي.