تاند، پنجشنبه، د حوت ۱۵مه: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وايي، د تاوتریخوالي زیاتېدل د سولې هوکړې ته زیان رسولی شي او باید چې ژر تر ژره دا کچه کمه وساتل شي.
نوموړي همدا راز پر ټولو لوریو غږ کړی چې د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې په پام کې ونیسي او د سولې لپاره برابر شوي تاریخي فرصت نه ګټه واخلي.
زلمي خلیلزاد په پرله پسې ټویټونو کې ویلي، دوی به له ټولو لوریو سره کار وکړي چې د افغاني مذاکراتو د سستۍ ښکار شوې پروسه چټکه کړي.
خلیلزاد همدا راز ویلي، امریکا د بندیانو د تبادلې په برخه کې د تړون په اساس د اسانتیاو برابروونکې ده او د بندیانو د خوشې کولو په مسئله کې به هر لوری وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ۴۸ ساعتونو کې د طالبانو بریدونه پر افغان ځواکونو ډېر شوي دي او تېره ورځ امریکایانو هم په هلمند کې طالب وسله وال د سولې له هوکړې وروسته په لومړي ځل په نښه کړل.
دوهم بنین سیوان یی
ځکه هغه وخت کی بنین سیوان ډاکټر نجیب الله احمدزی دیته مجبور کړ چی له نظام استعفا وکړی او واک مخکنیو جنګی ډلو ټپلو ته پریږدی او کابل په کنډواله بدل شی او د پاکستان آرمان پوره شی،ددی لپاره چی پاکستان له نجیب الله څخه په ویره وو
نو اوس دا کار امریکا بیرته قصدی همغی صحنی ته رسوی او غواړی بیا د پاکستان تبر ته لاستی واچوی او یوځل بیا افغان ولس د پرمختګ او زده کړی او د بیارغونی او ریل پټلی او بندونو د جوړلو او معادن د استخراج مخه ونیسی چی اشرف غنی غواړی پدی ۵ کلنه دوره کی ورباندی پانګونه وکړی
څو ورځی مخکی می یو خبر واوریده چی وزارت معادن د چین له چارواکو سره دمس عینک په معدن بیا غږیدلی مګر دوه ورځی وروسته له هغی طالبانو د مس عینک په نظامی پوستی باندی برید وکړی نو لدی معلومیږی چی پآکستان په طالبانو هغه کار کوی چی امریکا ورته لارښوونه کوی دا خبره ځکه کوم چی په ۱۳۸۳ کال کی په لوګر کی کراری او آرامی وو درحالیکه چی امریکایان په ۱۳۸۰ راغلی وو مګر کله چی دولت د مس عینک کان چینایانو ته ورک نو په لوګر کی طالبانو زور واخیست او امریکایی سیاسیونو وویل چی داسی نشی کیدلی چی دی هیواد کی مرګ ژوبله موږ ورکړو او ګټه یی چین لاس ته راوړی لدی معلومیږی چی همدا کرونا ویروس چی زیاتره رسانی وایی چی امریکا له لوری ډیزاین شوی ترڅو د چین او ایران اقتصاد په نړی کی له خنډ سره مخ کړی او هغه هیوادونه چی له دوی سره نږدی اقتصادی اړیکی لری هم پدی ویروس ککړ کړی ترڅو دوی ټولی اړیکی له یادو دوه هیوادونو سره پری کړی
سوال دلته داده کچیری د ظلم خبره وی نو ولی دا مرض او ویروس په پنجابی پوځ او استخباراتو نه لګیږی او همدارنګه په هند نه لګیږی چی زیاتره مسلمانانو په وړاندی تبعیض شروع کړی او ولی په پنجاب نه راځی چی پدی ۴۰ او ۱۹ کلنه جګړیز دوران کی یی په لر او بر پښتنو باندی ظلم شروع کړی مګر افغان ولس دا ۴۰ کاله دوی ته ښیرا کوی خو قبلیږی نه
خو انشاء الله یوه ورځ به د افغانانو سوال قبول شی اود امریکا په شمول د نړی ټول مضر استخبارات او پوځونه به هلاک شی ځکه دلته ټول نړی پوهیږی چی افغانان ترهګر ندی او ښکته پښتانه هم ترهګر ندی مګر بیا هم دوی یعنی امریکا پوځ په جنازو او ودونو او نورو دینی مراسمو باندی د پاکستان سره په مشوره بمبار کوی او کړی ده ترڅو ولس ددی دولت په وړاندی پورته را جیګ کړی، د دولت او ولس ترمینځ واټن پیدا شی خو اوس زیاتره ځوانان او مخور کسان پدی لوبه باندی پوه شوی چی برتانیه غواړی د ۳ جګړو د ماتی غچ له لر او بر پښتنو واخلی، چی غازی امان الله خان ددی پښتنو په د مټ او غیرت په زور ګټلی دی