تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن /چهارشنبه/ په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل.
دا په تېرو درو ورځو کې له ولسمشر غني سره د ښاغلي خلیلزاد دوهمه کتنه ده.
نن په دې کتنه کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، اجرايي رييس عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، عبدالکریم خلیلي، عمرداودزی، محمد محقق او همداراز په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس هم ګډون درلود.
ارګ وايي چې په دې کتنه کې د سولې لپاره پر هلوځلو خبرې وشوې او جهادي او سیاسي شخصیتونو د سولې د پروسې په اړه خپل نظرونه او تشویشونه څرګند کړل.
دوی همداراز د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې دا ډول غونډو ته به دوام ورکړل شي.
خلیلزاد چې افغان نژاد امریکایی دی باید د خپلې وینې درنښت په پام کې ونیسی او پرینږدی چې دپلارنی یا مورنی هېواد یې د ستونزې سره مخ شی.