تاند- د افغانستان ولسمشر وايي، د سولې په اړه کلیدي مسایل روښانه شوي او باید د طالبانو او پاکستان د اړیکو څرنګوالی هم روښانه شي.

محمد اشرف غني تېر ماښام /یکشنبه/ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې په داسې حال کې د سولې پر پروسې خبرې وکړې چې د سولې د مشورتي بورډ غړي، مرکچي پلاوي، سیاستوال، د سیاسي ګوندونو استازي. دیني عالمان، د مدني ټولنې غړي، د ښځو، ځوانانو او خصوصي سیکتور استازي او د حکومت جګپوړي چارواکي حاضر ول.

ښاغلي غني وویل، په دې وروستیو کې د سولې د پروسې په اړه کلیدي مسایل ډېر روښانه شوي، تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په موخه لا زیاتو او ګډو اقداماتو ته اړتیا ده.

ده همداراز وویل «موږ له ډاکټر خلیلزاد سره د کار په نوې او واضح طریقې هوکړې ته رسېدلي یوو چې د هغې په چوکاټ کې معلومات شریکېږي او د مشخصې اجنډا په اړه  دوامدارې مشورې کېږي او د هغو په رڼا کې به اقدام وشي.»

د افغانستان ولسمشر همداراز وویل «طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي چې پر کوم اساس ولاړې دي، د دې ترڅنګ دې له تروریستي شبکو او جرمي او حرام اقتصاد سره د طالبانو اړیکې هم معلومې شي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل چې دوی له طالبانو سره په ډېرو غونډو کې پر څلورو موضوعاتو لکه له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو پر څرنګوالي، د امریکایي عسکرو د حضور، له افغان حکومت سره پر  مخامخ مذاکراتو او  سرتاسري هراړخیز او دایمي اوربند بحث کړی او تر هغو چې پر څلورو واړو موضوعاتو موافقه نه وي شوې، دېته پرمختګ نشي ویلای.

خلیلزاد تاکید وکاوه چې د اوربند مسئله او د افغانستان له حکومت سره خبرې تر ټولو مهم موضوعات دي، ټول مسایل له یوه بل سره تړاو لري او ټولې پرېکړې به د افغانستان د حکومت په محوریت کېږي.

ده همداراز وویل، د امریکا هدف له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل نه بلکې په افغانستان کې تلپاتې سوله ده.«زموږ هدف دا نه دی چې د وتلو لار پیدا کړو، بلکې زموږ موخه په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت دی او د سولې له ټینګښت وروسته به د افغانستان له حکومت سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحث وشي.»

ده وویل «موږ د افغانستان د حکومت او افغانانو په محوریت په افغانستان کې د سولې لپاره جدي یوو، خو داسې تلپاتې او پایداره سوله غواړو چې په هغې کې ټول ارزښتونه خوندي او څلوېښت کلن بحران پای ته ورسېږي.»

55د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداراز وویل «موږ د سولې په لټه کې یوو ځکه زموږ موخه د جګړې ختمول دي، خو د هر ډول سولې پلوي نه یوو، سوله د سیمې لپاره هم ګټوره ده، ځکه د افغانستان حکومت د لارو او ځمکنيو او هوایي دهلیزونو په اتصال سره وښوده زیات ظرفیتونه شته چې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دي، نو پاکستان باید د سولې پروسې په برخه کې عملي همکاري وکړي، دغه راز  موږ د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»

ټاکل شوې وه چې زلمی خلیلزاد نن /دوشنبه/ په پاکستان کې د طالبانو د قطر د دفتر له استازو سره خبرې وکړي خو پرون طالبانو وویل چې دا خبرې په دې خاطر وځنډېدې چې د دوی د قطر د دفتر ډېر غړي د ملګروملتو د بندیزونو په لیست کې دي او سفر نه شي کولی.

One thought on “خلیلزاد: د سولې ټولې پرېکړې به د افغانستان د حکومت په محوریت کېږي”
  1. “تاند- د افغانستان ولسمشر وايي، د سولې په اړه کلیدي مسایل روښانه شوي او باید د طالبانو او پاکستان د اړیکو څرنګوالی هم روښانه شي. د افغانستان ولسمشر همداراز وویل طالبان دې له “پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي چې پر کوم اساس ولاړې دي

    In the absence of Taliban political, military and intelligence dependencies disconnection with Pakistan, Taliban run Afghanistan will become blood and treasure payment center to balance Pakistan’s shortfall with India. Furthermore, Taliban insistence legitimizing their rule exclusively on clerics edicts by- passing 21 century election norm, should be a red line Afghans can not afford to give.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *