تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن /یکشنبه/ د افغانستان له اجرايي ریيس عبدالله عبدالله سره وکتل.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی خلیلزاد ژر اسلام اباد ته لاړ شي او د پاکستان له مشرانو او طالبانو سره وویني.
د طالبانو د هغې خبرپاڼې له مخې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپره کړه، د دې ډلې د قطر د دفتر استازي او خلیلزاد به د دوشنبې په ورځ /سبا/ په اسلام اباد کې د سولې بل پړاو خبرې پیل کړي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د طالبانو د قطر د دفتر مرکچیان د پاکستان د حکومت په رسمي بلنه دې هیواد ته سفر کوي.
اجراییه ریاست وايي، خلیلزاد بېلابېلو هیوادونو ته د خپلو سفرونو او د افغانستان د سولې په خبرو کې د پرمختګ په اړه معلومات له ښاغلي عبدالله سره شریک کړل.
ښاغلي عبدالله وویل چې د افغانستان د حکومت لپاره د څلوېښت کلنې جګړې تر پای ته رسېدو بل هیڅ شی مهم او لوړ نه دي.