زلمی خلیلزاد

تاند، دوشنبه، د اسد ۷مه: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد که څه هم د امرالله صالح پر دفتر ډله ییز ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی خو زیاته کړې یې ده چې ډېر ژر به قطر کې له طالبانو سره د خبرو نوی پړاو پيل کړي.

تر اوسه د صالح پر دفتر د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو خلیلزاد پر خپل ټویټر ویلي دا برید خورا ریشخندي او واضح ترهګریز فعالیت و: (( زه دا برید غندم او غوښتنه کوم چې عاملان یې باید ژر مجازات شي، موږ د ترهګرۍ ضد جګړه کې له افغانانو سره ولاړ یوو.))

خو نوموړي دغه راز د سولې عالي شورا له مشر کریم خلیلي سره لیدنه کې ژر تر ژره د قطر د مذاکراتو بل پړاو د پيلیدو خبر ورکړی دی.

نوموړي هیله ښودلې چې دا خبرې به افغانستان کې یوې پایداره سولې ته لار پرانیزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *