زلمی خلیلزاد

تاند، شنبه، د قوس ۱۶مه: د افغان حکومت یوې لوړ پوړې سرچینې تاند ته ویلي چې زلمی خلیلزاد په کابل کې له ټولو لوریو سره تر لیدنو وزګار شوی او تېره ورځ دوحې ته رسېدلی، تر څو نن شنبه له طالبانو سره رسما د سولې مذاکرات پیل کړي.

خلیلزاد دا ځل کابل ته د سفر په ترڅ کې له ټولو لوریو سره د سولې اړوند مشورې وکړې خو له راتګ سره هم مهاله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې نوموړی به له کابل وروسته قطر ته ځي او له طالبانو سره به رسما مذاکرات پيلوي.

د حکومت سرچینه تاند ته زیاتوي، خلیلزاد ټولو لوریو سره په لیدنو کې ویلي چې طالبان به له امرسکا سره د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی راکموي.

 بلخوا طالب سرچینې وايي، چې له خلیلزاد سره به مذاکرات له همغه ځایه پیلوي چې د سپتمبر په ۹مه یې د امریکا ولسمشر لخوا دروازې تړل شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په تړاو د وروستیو پرمختګونو له کبله هیله مندي زیاته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *