تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن /دوشنبه/ په نوي ډیلي کې د هند له باندنیو چارو وزیرې سوشما سوارج سره ولیدل.
خلیلزاد، چې په قطر کې د روژې د لومړۍ ورځې په خاطر له طالبانو سره د سولې خبرې یوه ورځ ځنډولي، د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته د افغانستان د سولې د بهیر په اړه معلومات ورکړل.
هند د افغانستان د سولې له پروسې څنګ ته پرېښودل شوی حال دا چې دا هیواد د افغانستان په بیارغونه او پرمختیايي چارو کې خورا مهم رول لوبوي.
د مارچ په میاشت کې هند له امریکا وغوښتل چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه په داسې حالت کې ونه باسي چې دا هیواد د ګډوډۍ ښکار شي او یا نامنتخب حکومت پرې واکمن شي.
هند د تېر کال په نوومبر کې د مسکو غونډې ته دوه دیپلوماتان په غیر رسمي ډول واستول.
د مسکو په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، چین، امریکا او څو نورو هیوادونو استازو ګډون کړی وو.
هند داسې پالیسي غوره کړې چې له طالبانو سره به تماس نه نیسي خو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت به د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
ټاکل شوې ده چې خلیلزاد بېرته دوحې ته لاړ شي او سبا له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.
د پاکستان حکومت د افغانستان په اړه په خپله تازه ارزونه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو خبرې نتیجه نه ورکوي.