تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په واشنګټن کې د بریتانیا او پاکستان له سفیرانو سره د قطر د وروستیو خبرو او د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

خلیلزاد همداراز ویلي چې په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر د کمولو په اړه به د ناټو له نورو غړیو سره سلامشوره وکړي.

خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه کې د بریتانیا او پاکستان له سفیرانو سره خپل عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي:

«په واشنګټن کې د پاکستان او بریتانیا له سفیرانو سره مې ولیدل او ورته ومې ویل چې  د افغانستان د جګړې له پای ته رسېدو سره به د سیمې او نړۍ په کچه هر یو اقتصادي ګټه وکړي.»

له بلې خوا ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر په اړه د ناټو له نورو غړیو سره همږغي وکړي.

ده دا خبره وروسته له دې وکړه چې رویټرز او نورو رسنیو د ناټو د یو شمېر دیپلوماتانو له قوله راپور ورکړ چې هغوی په دې خوابدي دي چې په افغانستان کې یې قربانۍ ورکړي او پیسې یې لګولي خو له طالبانو سره د سولې په خبرو کې څنګ ته پرېښودل شوي دي. (د دې موضوع تفصیل ولولئ)

خلیلزاد وايي«له ناټو او نورو متحدانو او موتلفانو سره له نژدې کار کول له لومړۍ ورځې زموږ لومړیتوب و. موږ په ګډه کار کړی، موږ به په خپل منځ کې د ځواکونو پر شمېر همږغي وکړو. او که موږ وتلو، په ګډه به د افغانستان او د خپل امنیت او سولې لپاره ووځو.»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم پر خلیلزاد د دې لپاره سختې نیوکې کړي چې د نوموړي په وینا خلیلزاد د افغانستان حکومت د سولې له خبرو څنګ ته پرې ایښی دی. (د ښاغلي محب د خبرو تفصیل)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *