تاند، جمعه، د حوت ۲مه: د افغان سولې لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د سولې هوکړه به د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شي.
نوموړی وايي، په دې تړاو یې تابیاوې روانې دي او د تړون تر لاسلیک وروسته به د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي چې ورسره به په افغانستان کې د جګړې د دایمي بندېدا لپاره د لارې نقشه جوړه شي.
خلیلزاد ویلي، په افغانستان کې د سولې د ترلاسه کولو یوازنۍ لاره دا ده چې افغانان په خپلو کې سره راټول شي او د خپلې راتلونکې په اړه پریکړه وکړي.
خلیلزاد همدا راز ویلي، لا هم ننګونې شته خو د د دوحې د مذاکراتو په برخه کې پرمختګ دا هیله مندي پیدا کوي چې د سولې یو رښتینی فرصت برابر شوی دی او افغانان باید له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
نوموړي همدا راز د افغانستان د سولې په برخه کې له ټولو لوریو مننه کړې چې د پروسې له بریالي کولو سره یې مرسته کړې ده.
له بلې خوا وسله والو طالبانو هم نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د فبرورۍ په ۲۹ به له امریکا سره موافقه لاسلیک کړي.
«د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د ۱۴۴۱هـ ق کال د رجب المرجب د میاشتې په (۵) مه او د ۱۳۹۸هـ ش د حوت میاشتې (۱۰) مه او د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه به نهايي شوې توافقنامه د نړیوالو په حضور کې د دواړو طرفونو ترمنځ لاسلیک شي.
اوس به دواړه لوري د توافقنامې د لاسلیک لپاره تر یادې نیټې وړاندې مناسبه فضاء برابروي، د لاسلیک مراسمو ته به د یو شمېر هیوادونو او سازمانونو لوړ رتبه استازي دعوتوي، د بندیانو د خلاصون لپاره به لازم ترتیبات نیسي، د هیواد له بېلابېلو جهتونو سره به د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعدوي او بالآخره به د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان خاوره د چا د امنیت په خلاف نه کارولو سره به په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې لپاره لار هواروي، تر څو ټول هیوادوال د امن په فضاء کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې سوکاله ژوند ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې نن شپه به په افغانستان کې نسبي اوربند پیل شي او طالبان به خپل بریدونه راکم کړي، همدا راز به اووه ورځې افغان ځواکونه خپلو خلکو او ملکیانو ته په جګړه ځپلو سیمو کې بیړنۍ مرستې رسوي.