تاند، شنبه، د اسد ۱۲مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور په شرایطو پورې تړلی دی او دوی د وتلو نه بلکې د سولې د یوې هوکړې په لټه کې دي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، چې دوحې ته رسېدلی او طالبانو ورته د د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو شین څراغ او تمایل ښودلی دی.

خلیلزاد ویلي، امریکا له طالبانو سره یوې ښې هوکړې ته چمتو ده، خو یو وار بیا یې ټینګار کړی چې امریکا د یوې هوکړې په لټه کې ده نه له افغانستانه د وتلو په هڅه کې: (( امریکا داسې سوله غواړي چې له افغانستانه یې د ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.))

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې ویلی، طالبان او امریکايي استازي به د سولې خبرې نن بیا پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو پخواني چارواکي اکبر اغا ویلي، دوه یا تر دې کمو ورځو کې به امریکا او طالبان د سولې یو تړون لاسلیک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *