خلیلزاد او قریشي

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له طالبانو سره د بل پړاو خبرو تر پیلولو مخکې نن /دوشنبه/ په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره وویني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ډاکتر فیصل وویل چې خلیلزاد به نن له کابل څخه اسلام اباد ته ورشي او د دغه هیواد له جګپوړو چارواکو سره به وویني.

خلیلزاد په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان له ولسمشر او اجرايي رييس سره د سولې د پروسې او د مسکو د درې اړخیزې غونډې په اړه معلومات شریک کړل.

د مسکو په درې اړخیزه غونډه کې پر بین الافغاني خبرو، اوربند او له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو پر مسوولانه وتلو ټینګار شوی و.

خلیلزاد د روان اپریل په ۲۱ نېټه له واشنګټن څخه د افغانستان، روسیې، بریتانیا، قطر، هند او پاکستان په سفر راووت او په پام کې ده چې د مې په ۱۱ مه بېرته واشنګټن ته لاړ شي.

په اسلام اباد کې به خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې او د امر یکا او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو په اړه سلا مشورې وکړي.

له خلیلزاد سره به د پاکستان په سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیال وزیره الیس ویلز ملګرې وي.

دا په یوه میاشت کې پاکستان ته د ښاغلي خلیلزاد دوهم سفر دی.

خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره د سولې هره موافقه به د دې ډلې له لوري د اوربند له اعلان سره تړلې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *