تاند، دوشنبه، د عقرب ۶ مه: یو شمېر افغان سیاستوال د زلمي خلیلزاد د سولې پر هڅو له نیوکې سره وایي، په دې وخت کې د سولې د هڅو چټکتیا ته اړتیا ده، خو خلیلزاد هر څه سوکه او پرته د افغان ولس په جریان کې له اچولو څخه روان کړي دي.

خلیلزاد چې له دریو ورځو راهیسې په کابل کې پروت دی، وایي، له ګڼو سیاستوالو، فعالانو او میرمنو سره د سولې د خبرو بیا پیلولو په څرنګوالي سلا مشورې کوي او د مذاکراتو د بیا پیلولو لپاره د دوی نظر اخلي، مګر د هغه په هڅو شکونه یو ځل بیا زیات شوي چې ګواکې نوموړی یوه بله لوبه کوي.

دا شکونه وروسته له هغې زیات شول چې خلیلزاد تېر ماښام د حامد کرزي په مشرۍ له محمد محقق، یونس قانوني او منصور نادري سره ځانګړې لیدنه وکړه.

د هغه د نویو هڅو په اړه د نهضت اسلامي مشر سید اسحاق ګیلاني وایي، که هر څه همداسې سوکه او بې مفهومه روان وي، سوله به امکان ونلري: (( که دا هڅې ګړندۍ شي، ګټه به یې زیاته وي، خو چې افغانان هم په جریان کې واچول شي.))

مدني فعال عزیز رفیعي بیا له سیاستوالو سره د خلیلزاد په لیدنو ناراضه دی.

نوموړی وایي، خلیلزاد له هغو سیاستوالو سره ویني، چې خلک یې د سولې په پروسه کې حضور نه خوښوي، مګر تر اوسه یې له مدني فعالانو سره یوه لیدنه هم نده کړې.

د چارو شنونکی زهیرالله زهیر بیا تاند ته وایي، د خلیلزاد لیدنې د شک وړ دي ځکه نوموړی له یوې خوا حکومت ته راپور ورکوي، له بله پلوه د حکومت مخالفو سیاستوالو ته اندیښنه وراچوي تر څو یې د سولې په پروسه کې له افغان حکومت سره واټن پیدا کړي.

نوموړی وایي، خلیلزاد تر اوسه د افغان ولس له ږاقعي استازو او فعالو سیاستوالو سره نه دي لیدلي چې دا به د سولې په هڅو کې د افغان ولس د غوښتنو کمرنګي زیاته کړي.

One thought on “خلیلزاد له دریو ورځو راهیسې کابل کې څه کوي؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *