تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان له حکومت او طالبانو سره د خبرو لپاره نن /سې شنبه/ سیمې ته راروان شو.
ښاغلي خلیلزاد په یوه بیان کې ویلي چې دی به په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.
دی به همداراز د افغانستان د حکومت له چارواکو سره په کابل کې وږغېږي او هڅه به وکړي چې طالبان او د افغانستان حکومت د مخامخ خبرو بیا پیلولو ته وهڅوي.
خلیلزاد د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې د پروسې، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او د سیاسي خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدا پر امکاناتو د خبرواترو په اړه د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته معلومات ورکړل.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان له حکومت او طالبانو سره امریکا ښې خبرې کړي دي.