تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن /یکشنبه/ په ابوظهبي کې د متحده عربي اماراتو له باندنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان سره وکتل.
د متحده عربي اماراتو د رسنیو د راپور له مخې، شیخ النهیان، چې د نړیوالې همکارۍ وزیر هم دی، له ډاکتر خلیلزاد سره په کتنه کې د امریکا او اماراتو د دوستانه اړیکو او همکاریو او دغه راز د همکاریو او اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
دواړو خواوو د امریکا او متحده عربي اماراتو لپاره پر مهمو نړیوالو او سیمه ییزو مسلو هم نظرونه تبادله کړل.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزیر په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د زلمي خلیلزاد د هلوځلو ملاتړ وکړ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو او د افغانستان د سولې د هلوځلو د ملاتړ ستاینه وکړه.
د پاکستان د صدراعظم عمران خان د څرګندونو پر اساس ټاکل شوې ده چې خلیلزاد سبا /دوشنبه/ په پاکستان کې له افغان طالبانو سره خبرې وکړي.
عمران خان وايي چې د طالبانو او امریکایانو دا کتنه د ده له لوري تنظیم شوې ده.