تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن /جمعه/ له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو د پیلولو لپاره دوحې ته ورسېد.

ځینې راپورونه وايي چې خلیلزاد د اووم پړاو تر رسمي خبرو مخکې له طالب استازو سره غیررسمي کتنه کړې ده.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د خبرو دا پړاو په داسې حال کې پیلېږي چې د قطر د تېرو خبرو د پرمختګ په اړه دواړه خواوې ضد و نقیض څرګندونې کوي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین د روانې اوونۍ په لومړیو کې وویل، امریکا منلې چې له افغانستانه به ټول ځواکونه باسي او بیا به هیڅکله د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي.

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، بې له دې چې د شاهین یا د نوموړي د څرګندونو یادونه وکړي، وویل چې امریکا د یوې هراړخیزې موافقې په لټه کې ده نه یوازې د خپلو پوځیانو د ایستلو.

یو شمېر نورو امریکايي چارواکو هم له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو احتمال رد کړ.

په ملګروملتو کې د امریکا د استازندوی پلاوي همږغوونکی رادني هنټر په قطر کې د طالبانو له استازو سره د زلمي خلیلزاد خبرو ته په اشارې وویل چې امریکایانو په دې خبرو کې له طالبانو سره کومه موافقه نه ده کړې.

ده ټینګار وکاوه چې په دې اړه پرېکړه د افغانستان راتلونکی حکومت چې د سولې د موافقې په نتیجه کې رامنځته کېږي، کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *