تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا د کانګریس غړیو ته د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلو هلوځلو په اړه معلومات ورکړل.
د کانګریس غړیو د دې پټې غونډې د جزییاتو په اړه خولې ګنډلي، خو د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ريیس جیم ریچ، چې د جمهوریپال ګوند غړی دی، وايي، د ده په باور زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ کړی دی.
ده په عین حال کې وویل، اصلي مسله دا ده چې څومره پرمختګ شوی او ایا دا پرمختګ د سولې د موافقې سبب کېدای شي؟
له کله چې د تېر کال په سپټمبر میاشت کې زلمی خلیلزاد د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوري د افغانستان د سولې د استازي په توګه ټاکل شوی، د ده هڅې تر ډېره غیرعلني دي خو دا له میاشتو – میاشتو او د کانګریس د غړیو له بیا بیا غوښتنو وروسته لومړی ځل دی چې د کانګریس غړیو ته د افغانستان د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکوي.
هم خلیلزاد او هم طالبان وايي چې د سولې په خبرو کې یې پرمختګ کړی خو په عین حال کې دواړه خواوې وايي چې په بل پړاو کې به هم له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش او له افغانستان څخه د تروریستي بریدونو د مخنیوي په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دواړه خواوې وايي چې په تېرو پړاوونو کې یې په دې دوو مسلو کې پرمختګ کړی دی.
د استازو په جرګه کې د دیموکرات ګوند سناتور باب میندز وايي، سولې ته د رسېدو او په دې برخه کې د خلیلزاد د خوشبیني په اړه د امریکا په استخباراتي ادارو کې ژرو اختلاف شته.