تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له قزاقستاني چارواکو سره افغانستان ته د غلې دانې د استولو په اړه خبرې کړېدي.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د قزاقستان له ځانګړي استازي سره یې افغانستان ته د غنمو او غله جاتو د بهیر د بیا پيلولو په اړه خبرې کړې دي.
خلیلزاد وايي، له خپل قزاقستاني سیال سره یې هوکړه کړې ده چې سیمه ییزه همغږي او اتصال نه یوازې دسولې لپاره ګټور دی بلکې نړیوالو ګواښونو مخنیوي ته چې ټولې نړۍ ته خطر متوجه کوي هم ګټه کوي: (( کورونا یې ښه مثال دی چې ټولې نړۍ ته یې ګواښ متوجه کړی دی.))
خلیلزاد په داسې حال کې له قزاقستان څخه افغانستان ته غله غوښتې ده چې هند ۷۵ زره ټنه غنم د افغان حکومت په غوښتنه را استوي.
همدا راز حکومت هڅې پیل کړې دي چې د کورونا د بحران له کبله اوښتي زیانونه پخپله جبران کړي.
خلیل زاد ته هیس ضرورت نشته چی د افغانستان لپاره له ملکونو سره د غله لپاره خبری وکری مونگه یو منتخب ولسمشر او دولت لرو چی د خپل د خلکو غم وخوری
قزاقستان به غنم کري موږ به بمونه کرو، عربي سپیتوب(جهادونه) به کووخپل خلک به وژنوو، ثوابونه به کوو، بیا به د شیطان سیاف لاپومکرونو ته چک چکی الله اکبر وایوو چې موږ خو آسیا آزاده کړې… بس شین خډل زنده خوش است