زلمی خلیلزاد

تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دوحې څخه واشنګټن ته عاجل ور بلل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په دې تړاو فاکس نیوز ته تایید کړې ده چې خلیلزاد له دوحې څخه په عاجل ډول واشنګټن ته وربلل شوی دی.

ښاغلي پامپیو ویلي، دا پریکړه وروسته له هغې شوې چې ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د کمپ ډیویډ لیدنه لغوه کړه: (( خلیلزاد مو ځکه راغوښتی چې په دې فکر وکړو څرنګه له طالبانو سره د سولې مذاکرات بیا مخته وړلی شو.))

پامپیو څرګنده نه کړه چې ایا له طالبانو سره به د سولې خبرې بیا له سره پیل شي که څنګه خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان جګړه په مذاکراتو ختمېدای شي او په وینا یې چې دی هیله مند دی چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې د خبرو مېز ته کېني: (( موږ ډېر واقعي پرمختګ کړی و، خو طالبان له خپله حده واوښتل، هغوی دا هېره کړه چې امریکا تل له خپلو ګټو دفاع کوي.))

ښاغلي پامپیو طالبان تورن کړل چې پر خپلو ځینو ژمنو یې عمل نه دی کړی، ځکه ټرمپ پریکړه وکړه چې دا هوکړه لاسلیک نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په شپه له طالبانو سره د کمپ ډیویډ لیدنه لغوه کړه او مذاکرات یې ودرول.
نوموړي وویل، طالبان چې اوربند نه شي کولی نو څنګه به یوه معناداره هوکړه وکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *