تاند- د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون /یکشنبه/ په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

خلیلزاد، چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان، قطر، متحده عربي امارات او سعودي عربستان د سفر په هدف له واشنګټن څخه سیمې ته راروان شو، په کابل کې د عبدالرب رسول سیاف په شمول له یو شمېر نورو نفوذ لرونکو سره هم کتلي دي.

ارګ نن/دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې پر امکان او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

ښاغلي خلیلزاد د سیمې د نورو هیوادونو له چارواکو سره د خپلو خبرو د جزییاتو په اړه د افغانستان ولسمشر ته معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې د امریکا حکومت او ولس د پخلاینې په پروسه کې د افغان حکومت او ملت ملاتړ کوي.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، له ولسمشر غني سره د ښاغلي خلیلزاد د کتنې په مهال د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله هم حاضر ول.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره هم د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي دي.

ویل شوي چې دواړو خواوو د افغانستان د اوسنیو حالاتو او د سولې پر امکاناتو د نظر تبادله کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *