تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن (پنجشنبه) په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزداد ته وویل، هیواد به یې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسېدو په هدف د سولې د هلوځلو د نتیجو د بریالیتوب او پرمختګ لپاره مرستندوی رول ته دوام ورکړي.
خلیلزاد دوحې ته تر تګ مخکې نن په اسلام اباد کې تم شو چې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه وروستۍ خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د دوحې په اتم پړاو خبرو کې د امریکا او طالبانو د سولې موافقه نهايي او لاسلیک شي.
خلیلزاد په اسلام اباد کې له قریشي سره په کتنه کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرو د پایلو او د افغانستان د وروستي سفر په اړه معلومات له هغه سره شریک کړل.
ده افغانستان ته خپل وروستی سفر له کله چې یې د ځانګړي استازي په توګه کار پیل کړی دی، تر ټولو ګټور او بریالی سفر وباله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دوحه کې د بین الافغاني غونډې او دغه راز د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ هرکلی وکړ.
دواړه خواوو یادونه وکړه چې بالاخره به د افغانانو ترمنځ په دیالوګ کې په افغانستان کې پر سولې او ثبات جوړجاړی کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې قریشي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ته وویل، پاکستان به د سولې د هلوځلو د پایلو د بریالیتوب او ښه پرمختګ لپاره مرستندوی رول ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي«پر دې ټینګار وشو چې د افغانستان د سولې د پروسې پرمخیون ګډ مسوولیت دی.»
پاکستاني رسنۍ وايي چې خلیلزاد د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم ولیدل.
ټاکل شوې ده چې په څو ورځو کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په قطر کې د سولې موافقه لاسلیک شي او ورپسې د ناروې په اوسلو کې بین الافغاني خبرې پیل شي.