زلمی خلیلزاد

تاند- د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن /سې شنبه/ اسلام اباد ته ورسېد چې د افغانستان د سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

زلمی خلیلزاد د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ /اکتوبر ۴/ له واشنګټن څخه د سیمې خوا ته راروان شو. د ده په دې ماموریت کې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ درو عربي هیوادونو یعني قطر، متحده عربي امارات او سعودي عربستان ته سفر هم شامل دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې زلمی خلیلزاد به د افغانستان د سولې پر امکاناتو او د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې د پاکستان پر رول خبرې وکړي.

خلیلزاد تر دې مخکې د یکشنبې په ماښام په ارګ کې له ولسمشر غني سره په داسې حال کې وکتل چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم حاضر ول.

پر پاکستان د امریکا له فشارونو او د افغانستان د حکومت له لوري طالبانو ته د سولې له پر له پسې بلنو سره سره داسې هیڅ نښه نه ښکاري چې طالبان دې د جګړې بس کولو ته تیار شوي وي.

دې ډلې په وروستیو کې د جګړې تر څنګ افغانستان ته د اقتصادي ګوزار ورکولو لپاره د عامه تاسیساتو لکه پُلونو او سړکونو ویجاړولو ته هم زور ورکړی دی.

پرون یې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې پر انتخاباتي پروسې به حملې زیاتې کړي.

پاکستان اوس وايي چې پر طالبانو یې اغېز د پخوا په شان نه دی. د دې خبرې معنا دا ده چې دا هیواد لا هم حاضر نه دی چې د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *