تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان له دوه ورځیني سفره وروسته بېرته کابل ته راغی.
ګومان کېده چې خلیلزاد به یوه بل هیواد ته لاړ شي خو داسې ښکاري چې نوموړي له پاکستاني چارواکو څخه د افغانستان مشرانو ته کوم ځانګړي پیغام کابل ته راوړی دی.
خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه کې د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان د هلوځلو مننه کړې او ولیکلي چې پاکستاني چارواکو ورته په کلکه ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه باید یوازې او یوازې افغانان وکړي.
خلیلزاد د پاکستان د سفر په لړ کې د دغه هیواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سره ولیدل.
خو تر ټولو مهمه کتنه یې له جنرال باجوه سره وه ځکه چې ویل کېږي د پاکستان ملکي حکومت نه بلکې پوځ د افغانستان، او یو شمېر نورو هیوادونو په اړه د پاکستان د پالیسۍ د ټاکلو اصلي رول په لاس کې لري.