زلمی خلیلزاد

تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۸) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې د بندیانو خلاصون ژر پیل شي.

خلیلزاد افغانستان ته له یو وار بیا راتلو وروسته پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې له طالبانو سره د امریکا د موافقې پر اساس د بندیانو خوشي کېدا څومره چې ممکنه وي ژر پیل شي. د دواړو خواوو له ژمنې سره سره تر دې دمه هیڅ بندي نه دی خوشي شوی.»

د افغانستان حکومت ویلي چې بندیان هغه وخت خوشي کوي چې تضمین ترلاسه کړي چې هغوی به بیا د جنګ جبهې ته نه ځي.

له دې جلا خلیلزاد نن په کابل کې له پخواني اجراییه رييس عبدالله عبدالله سره وکتل.

د ښاغلي عبدالله یو ویندوی وايي چې دواړو خواوو د انتخاباتو پر لانجو خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله ځان ولسمشر اعلان کړی او د انتخاباتي لانجو په اړه نور بحث نه کېږي.

د عبدالله دغه ویندوی فریدون خوځون وویل چې تراوسه پورې د عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ اختلاف ته حللار نه ده موندل شوې.

ظاهراً هڅې روانې دي چې عبدالله ته د ولسمشر غني په حکومت کې ونډه ورکړل شي خو د ارګ سرچینې وايي چې ولسمشر غني د اجراییه ریاست د بیا احیا کېدو په اړه د عبدالله غوښتنه رد کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *