تاند، شنبه،د میزان ۲۷مه: زلمي خلیلزاد تر اوږده ځنډ وروسته د امریکايي ځواکونو د ګډې قومندانۍ له مشر جنرال میلي سره یې په لیدنه کې هوکړه کړې ده چې امریکا ته د متوجه ګواښونو په اړه یو سوله ییز حل راوویستل شي او د امریکا د ملي ګټو په اساس پر دغه هېواد د جګړې بار راکم شي.
نوموړی چې دوه میاشتې وروسته یې تازه ټویټ کړی دی وايي، افغانستان کې باید سوله ییز حل د افغانستان دوه لسیزې لاسته راوړنې هم خوندي وساتي.
خلیلزاد د سپټمبر له اوایلو وروسته چې ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل، تر اوسه کوم ټویټ نه و کړی.