زلمی خلیلزاد

تاند- زلمی خلیزاد، چې پخوا په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا سفیر و، په یوه لیکنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر نه لاسلیکېدو اندېښنه ښکاره کړې ده.

خلیلزاد اوباما او کرزي ته سپارښتنه کړې چې امنیتي لاسلیک کړي او کنې افغانستان به د سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ پر میدان بدل شي او امریکا به د القاعده پرضد د حملو له یوه مهمه مرکزه بې برخې شي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، دا خطر شته چې د امریکا متحد ایالتونه او افغانستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو د حضور د دوام پر سر موافقې ته ونه رسېږي.

دواړه خواوې پر دوه اړخیز امنیتي تړون خبرې کوي. خو د اختلافاتو له کبله تراوسه پوري نه دي بریالي شوي چې نتیجې ته ورسېږي.

زلمي خلیلزاد په یوه مقاله کې، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپره کړې ویلي، په کابل او واشنګټن کې له چارواکو سره له خبرو ورته دا فکر پیدا شوی چې ښايي تر اکتوبره پوري به د دواړو خواوو ترمنځ موافقه لاسلیک نه شي.

تېره اوونۍ د امریکا له لوی درستیز سره په کابل کې د ولسمشر کرزي له کتنې وروسته دواړو خواوو هیله څرګنده کړه چې امنیتي تړون به د سږ کال تر اکتوبره پوري لاسلیک کړي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارتین ډیمپسي وویل چې تر اکتوبره پوري د امنیتي موافقې لاسلیک به د ناټو نورو غړیو ته فرصت ورکړي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو ترایستلو مخکې د پرېښودونکو ځواکونو لپاره تیاري ونیسي.

خو خلیلزاد وايي، د امریکا پر حکومت د بې باورۍ په اړه د کرزي تورونو د دوه اړخیز امنیتي تړون لپاره د اوباما د حکومت لېوالتیا له منځه وړې ده خو دا څرګنده نه ده چې ایا کرزی غواړي چې د امریکا ملګرتوب له لاسه ورکړي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په صورت کې به افغانستان په نړۍ کې حتي د اسراییلو په شان د متحدو ایالتونو تر نژدې متحدانو هم زیاتې مالي او پوځي مرستې ترلاسه کړي.

د خلیلزاد په نظر پر امریکا د کرزي بې باوري تر یوه حده د اوباما د حکومت له سیاسي او شخصي سپکاویو سرچینه اخلي. کرزی د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د امریکا تورونو خوابدی کړی.

د زلمي خلیلزاد په وینا د پاکستان په وړاندې د امریکا پالیسي د دواړو خواوو په اړیکو کې د کړکېچ بل علت دی.

کرزی په دې مایوسه شوی چې امریکا د تروریستانو د پناهځایونو پرضد اقدام نه کوي او یا د پاکستاني پوځیانو حملو ته ځواب نه وايي.

د کرزي په نظر په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستل د افغانستان د وېشلو لپاره د امریکا او پاکستان دسیسه وه.

په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا د پخواني سفیر په نظر د پاکستان مسله د افغانستان او امریکا د اختلاف اساسي ټکی دی.

افغان چارواکي باور لري چې د ستونزې حقیقي حل دا دی چې امریکا له پولې پوري غاړه د تروریستانو پناهځایونه په نښه کړي خو له دې سره سره چې په لنډ وخت کې د سولې د خبرو د بریالیتوب احتمال نشته، داسي نه ښکاري چې د اوباما حکومت به په پاکستان کې د تروریستانو پر پناهځیونو د حملې لپاره له قوې څخه کار واخلي.

د خلیلزاد په نظر که امنیتي موافقه ونه شي نو دا به یو لوی ستراتیژیک ګوزار وي. امریکا به د القاعده پرضد د حملو لپاره له تاسیساتو بې برخې شي، له بلې خوا به له سیمې د امریکايي پوځیانو له وتلو سره کورنۍ شخړې پیل او پاکستان، ایران، هند، چین، روسیه او د سیمې نور هیوادونه  به د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ډېره کړي څو رامنځته شوې خلا ډکه کړي.

10 thoughts on “خلیلزاد: ممکن افغانستان او امریکا امنیتي تړون لاسلیک نه کړي”
  1. امنیتي تړون یا شوی یا نه شوی، خو ددې بی ضمیره او صهیونیست څخه د تړون په اړه یوه داسې خبره نده اورېدلې ، چې د ولس په ګټه دې وي، داسې معلومیږي، چې دی ددې لپاره ګمارل شوی وي، چې په داخل کې د خلکو ارادې وننګوي او د مارانو سرونه ورښکاره کړي، چې که دا کار ونه شي، نو ملت به خړ سیلاب لاهو کړي… او لدې طریقه په افغان دولت په داخل کې فشار زیات کړي، تر څو مجبور شي، چې امنیتي تړون په وړیا ډول ورسره لاسلیک کړي، او دا بی وجدانه بیا د ولسمشرۍ د ګدۍ خوبونه هم ویني، خلک باید ویښ و اوسي او دا بې حیا ګوډاګی وپیژني، دی افغانستان یوازې د یونیکال د کمپنۍ لپاره او د هغې کمپينۍ لپاره غواړي چې دده زوی پکې سهیم دی، زه هم پدې باور یم چې د افغانستان د ملي ګټو د تحفظ په سنجولو سره د امریکا سره ستراتیژیک تړون مهم دی، خو پدې ډول چې خلیل زاد ورته لابی کوي ، د افغانستان وړیا پلورل دي…

  2. داعى مى نه ليدله چى له موره مهربانه وى. خليل زاد چى كومه جفا له افغانانو او أفغانستان سره كرى دافغانستان تاريخ به هير نكرى. دا اوسنى غله چى نه له خپله حيصت لرى او دنورو حيصت ورته دقدرورده دا وطن پلورنكى دهـمدى زلمى خليلزاد له بركته دافغانستان دملت په سينه دپاسه كينول داتول يوه دله ده افغان ولس دوى پيژنى چى دا غله دى يو غل بل غله ته نشئ ويلى چى غلا مه كوه خو دير بي حيا دى.

  3. ډاکټرصاحب نجیب الله دالله پاک وبښی په یو وخت کی یی یوه ټوه کړی وه او ویل یی ((وایی چی کومه ښځه د لنګون په وخت کی ډیره په تکلیف وه او ساړه یی هم کیده. یوه چا چی ورسره د کومک په خاطر ناست وو وغوښتل چی د میړه پرتوګ په دي ښځه باندی واچوی تر څو له یخ څخه وزغورل شی، وایی ښځی چی د خپل میړه پرتوګ ولید ویی ویل چی دا را څخه لری کړی او هغه خوا یی ګذار کړی،
    ((دا ځکه چی د حال ته خو د هغه له لاسه رسیدلی یم.
    نو ای امریکایی خلیلزاده دا افغانستان چی دی حال ته رسیدلی دی دا ټول ستا د لاسه ، غله ، لوتماران ، جګړه ماران د ولس او هیواد دښمنانو ته تا امریکایی د هیواد ټول واک په لاس کی ورکړ، بوش او ډله یی له هیڅ هم نه وو خبر چی په افغانستان کی ځه خبره ده یوازی ته په هر څه خبر وی
    ستا هیڅ مشوره به د افغانستان په ګټه نه وی او نه ده ، افغانستان له ډیرو سختو شرایطو راوتلی دی او بیا به هم راووزی، افغانان له هیڅ ویره اوترس نه لری، ډیر زورور یی په ګونډو کړی دی او لا ډیر به په ګونډو کړی

  4. امنیتي تړون هغه مهال د افغانستان په ګټه دی کله چی پکی د افغانانو ملی منافع خوندي وی، که نه دا تړون به بیا د لوي قدرتونو ترمنځ افغانستان د سیالۍ مرکز وګرزوی

  5. From my piont of view Khalil Zad, and current afghan government senior leaders are stupid persons, the peopals of Afghanistan will never accept these irrational people for their futures, the young generation of the country know about there services to foreigner or foreigne countires instead of there own or native country,

  6. چه دپنجاپی، د ایرانی غلامی کوی، او خدای ج مکړه چه بیا مو د روسانو د وتو غوندی حالت راځی او د ا بی ضمیره پاکستانی او ایرانی جوړ په اسطلاح رحبران د زناورو په شان دخلکو وینی تویوی، عزت یی لوټوی، امریکا تری زر چنده ښه ده او د خلیل زاد صیب خبرو سره موافق یم

    د سپو خو دغه وطن دین، ناموس خرڅ کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *